یوې امریکايي خبري شبکې سي‌اِن‌اِن ویلي، امریکا ښايي یوشمېر هغه افغانان بېرته افغانستان ته ولېږي چې له دغه هېواده یې اېستلي وو. دغې شبکې دا خبر د یوشمېر امریکايي چارواکو له قوله لیکلی دی.

که څه هم تر اوسه د دغو افغانانو د بېرته را لېږلو په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې، خو امریکايي چارواکو یې دغه اقدام په اړه یو غوراوی بللی، خو په خبره یې، پر نورو لاروچارو به یې هم غور وشي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د معلوماتو له مخې، دغه افغانان چې اوس په کوسوو کې په یوه امریکايي اډه کې مېشت دي، ښايي په امنیتي پلټنو کې د پاتې راتلو له کبله بېرته افغانستان ته را ولېږل شي.

امریکا په تېره اګېسټ میاشت کې د افغان حکومت له پرځېدو  او د طالبانو له واکمنېدو وروسته شاوخوا اویا زره افغانان واېستل. په دغه پروګرام کې د امریکا نورو متحدو هېوادونو هم خپله برخه واخیسته او زرګونه افغانان یې له هېواده واېستل.

بله‌خوا دلته په افغانستان کې هم نیوکه کېږي چې د امریکا په ګډون، نورو هېوادونو له ګواښ سره مخ افغانان پريښي او پر ځای یې، عام کسان اېستلي دي. یوه نیوکه هم دا ده چې بهرنیو هېوادونو د خبریالانو، مدني او د ښځو حقونو فعالانو او بشري حقونو د ملاتړو پر ځای، یوشمېر عام کسان د اړیکو او ان پیسو په وسیله له هېواده اېستلي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن تېره اوونۍ د قطر د بهرنیو چارو له وزیر محمد بن عبدالرحمان ال‌‌ثاني سره داسې هوکړه‌لیک لاسلیک کړ چې پر بنسټ به یې د قطر هېواد د طالبانو حکوومت سره د امریکا د رسمي اړیکو لپاره اسانتیاوې برابروي.

د دغې هوکړې له مخې، امریکا به د قطر په وسیله یوشمېر هغو افغانانو ته د وتلو اسانتیاوې برابرې او له هېواده وباسي چې د امریکا له لوري ورته ځانګړې (اېس‌ای‌وي) وېزې ورکړل شوې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام