د بشري حقونو او د تاوتریخوالي د مخنیوي موسسې او د مدني ټولنې او بشر حقونو شبکې نن په کابل کې د «د افغانستان زیانمن لږکي او د سولې بهیر» په اړه د یوې نظرپوښتنې پایلې خپرې کړې.

دا نظرپوښتنه په ۹ ولایتونو کې د لږکیو ډلو له ۱۸ متخصصانو او ۵۹۵ غړیو سره د مدني ټولنې او ځوانانو په ګډون د ۵۰ ډله‌ییزو بحثونو له لارې شوې ده.

د دې نظرپوښتنې موندنې ښيي چې د افغانستان د لږکيو ډېری ډلې باور لري چې د افغان سولې په روانه پروسه کې د دوی استازی نشته.

د بشر حقونو او د تاوتریخوالي د مخنیوي موسسې اجرایوي رییس عبدالودود پدرام وايي، په دې نظرپوښتنه کې دین، مذهب، قوم او ژبه معیار وه.

د پدرام په خبره، لږکي تر ډېره له تاوتریخوالي زیانمن دي او حکومت باید ورته پاملرنه وکړي. هغه وايي، له هغو لږکیو سره چې دوی مرکې او بحثونه کړي، ۸۰ سلنه یې د سولې په روانو خبرو اترو کې د ګډون علاقه لري.

پدرام وايي، افغانستان د لږکیو هېواد دی چې ځینې یې په واک کې دي او ځینې نور یې په حاشیه کې پاتې شوي دي.

زیانمنو لږکیو په دې نظرپوښتنه کې افغان حکومت، طالبانو او نړیوالې ټولنې ته وړاندیزونه هم کړي او غوښتنه یې کړې چې د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اترو په روان بهیر کې باید دوی ته هم ونډه ورکړل شي.

دغه لږکي له طالبانو هم غواړي چې له هر ډول توپیري چلند پرته د افغانانو د حقونو او سیاسي ازادیو، په ځانګړې توګه د قومي، مذهبي او ژبني لږکیو په اړه خپلې ژمنې له خلکو سره شریکې کړي.

د بشر حقونو او نړیوالو اړیکو په چارو کې د دولت وزیره سیما ثمر وايي، د جګړې او کورونا ویروس د خپرېدو په پلمه باید د لږکیو حقوق تر پښو لاندې نه شي.

د هغې په وینا، په هېواد کې ټول لږکي حق لري چې په بېلابېلو پرواګرمونو کې حضور ولري.

د دې نظرپوښتنې ګډونوال د افغان سولې په اړه اندېښنه ښيي چې ډېره برخه یې د زیان‌منونکو لږکیو له وضعیت سره تړاو لري.

کلیدواژه‌ها: // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام