روح‌الله حسیني یو له هغو زرګونو په لوړو زده‌کړو د سمبال ځوانانو له ډلې دی چې هوسا ژوند ته د رسېدو لپاره کډوال شوی او اوس له خپل هېواده لرې ژوند کوي.

حسيني د نورو لوړو زده‌کړو ترڅنګ د خطاطۍ هنر هم زده‌کړ او غوښتل یې خپلو نورو ملګرو سره د هېواد ابادۍ کې ونډه واخلي؛ خو ونه توانېده هېواد کې پاتې شي او خپلو هیلو ته ورسېږي.

نوموړي د ماشومتوب دوره خپلې کورنۍ سره ایران کې تېره کړې او د طالبانو دورې تر سقوط وروسته، بېرته خپل هېواد ته ستون شوی او ښوونځی او پوهنتون یې سرته رسولی دی.

روح الله حسيني

روح الله حسيني لوړې زده‌کړې د کابل پوهنتون فارمسي پوهنځي کې کړي او درس لوستو سره هم‌مهاله یې د خطاطۍ هنر هم زده‌کړی دی.

دغه افغان کډوال چې د نورو هېوادوالو په څېر یې هېواد څخه د لرې‌والي درد تجربه کړی و، هېڅ کله یې فکر نه کاوه چې بیا ځلې به د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شي.

خو په خپله خبره یې، ټول خوبونه یې یوه شپه کې له منځه لاړل.

روح الله حسیني اوس له خپلې ښځې او دوه ماشومانو چې یو يې زوی او بله يې لور ده په ترکیه کې ژوند کوي د خپل ژوند له ترخو ورځو څخه يې سلام وطندار ته کیسه کړې.

نوموړی وايي، هغه شپه چې په د کابل شاه شهید سیمه کې چې ډېرو کسانو ژوند له لاسه ورکړ او په هماغه شپه يې خښ کړل، د ده ژوند يې هم له وېرې سره ملګری کړ.

روح الله وايي، مخکې له دې هم چې شاه‌شهید کې دشپې پېښه وشي، کابل کې هره ورځ چاودنې کېدې او خلک ورسره په وېره کې وو او داسې فکر کېده چې هره ګړۍ به کومه چاودنه وشي.

روح‌الله ته د کابل شاه‌شهید کې د نیمې شپې چاودنه اوس هم ور په یاد ده چې د ۱۳۹۶ کال اسد میاشتې په ۱۶مه شوې وه.

هغه پېښه کې ۱۵ کسان ووژل شول او تر ۴۰۰ ډېر ټپیان شول.

دغې پېښې د ځاني زيانونو ترڅنګ خلکو ته درانه مالي زیانونه هم واړول.

روح‌الله وايي، د هغې شپې پېښه لامل شوه چې کډوالۍ ته مخه کړي او دغه دوره کې یې ډېرې سختۍ تېرې کړي دي.

د نوموړي په وینا، تر دغې پېښې وروسته افراطي او ترهګرو ډلو هغه همکارۍ ته وربللی او کله چې هغه دغې غوښتنې ته منفي ځواب ورکړی، په مرګ ګواښل شوی او بیا یې هم کډوالۍ ته مخه کړه.

حسینی په ترکیه کې د موټرچلونې نړیوال جواز تر لاسه کړی په داسې حال کې چې ډېر کډوال په ترکیه کې د کار کولو څخه هم محروم دي خو ده د کار جواز هم تر لاسه کړی.

روح الله په ډیزاین، د کورونو، دفترونو او تفریحي سیمو  په ډیکور کې هم بوخت دی چي خلک يې هم له کاره خوښ دي.

نوموړی د خپلو کارونو ترڅنګ توانېدلی چې د خپلو هنري فعالیتونو نندارتون هم جوړ کړي چې دا نندارتون يې د ترکيې په يوه ښار کې د والي، د کډوالو چارو ريیس، سوداګرو او عامو خلکو پاملرنه ځانته اړولې.

د کرونا ویروس په خپریدو سره په ټوله نړۍ کې هېوادونه له اقتصادي اړخه سخت وځپل شول چې ترکیه هم د هغوی په کتار کې وه. قرنطین، بې‌کاري په سرحدي کرښو کې د کډوالو او مسافر پر اوښتو بندیز د خلکو شکایتونه پورته کړي او د ډالرو په مقابل کې د لېرې «د ترکيې پولي واحد» د دې لامل شوی چې ډېر کډوال په دې هېواد کې رد شي چې روح الله حسیني  هم یو له هغو کډوالو وو چې رد شو؛ خو نوموړي د ترکيې دولت ته وړانديز کړی چې دوسيه يې بيا وڅېړي او له سره پرې کتنه وکړي.

د ترکیې هېواد د شمېرو له مخې د ۲۰۱۹ کال په پای کې یوازې له سوريې تر ۴ میلیونه ډېر کډوال ورغلي او له سوريې وروسته دويم هېواد افغانستان دی چې ډېر کډوال يې په یاد هېواد کې اوسېږي.

ترکیې په تېر کال کې د ډېرو افغانانو د پناه غوښتلو غوښتنې رد کړې او د رد لاملونه يې دا په ګوته کړی چې پناه غوښتونکيو ورته قناعت ورکوونکي دلایل نه دي وړاندې کړي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام