د سولې په اړه په ترکیه کې د افغان کډوالو لیدلوری

سلام‌وطندار داځل هغو افغان زده‌کړیالانو، د رسنیو او مدني ټولنې فعالانو سره د سولې په تړاو خبرې کړي چې د زده‌کړو یا هم د مجبورۍ له کبله ترکیې ته کډوال شوي او بېرته هېواد ته د ستنېدو په اړه فکر کوي.
 د دغو افغان ځوانانو له ډلې څخه د رسنیو فعاله، انځورګره او شاعره منیره اورګنج ده چې کارادنیز پوهنتون څخه د ژورنالیزم او عامه ادارې په برخو کې دوه د لیسانس سندونه لري او تېرو څو کلونو راهیسې ترکیه کې خپلې زده‌کړې کوي.

«که سوله د امنیت او فرصتونو برابرېدو لامل شي، هېواد ته ستنېږم»

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې له لاسلیک او بین‌الافغاني مذاکراتو څخه نږدې دوه کاله تېریږي، دغو خبرو ته د هېله‌مندي په دوام په کور دننه د افغانانو په سربېره یوشمېر هغو افغانانو ته هم د هیلو ور پرانستی چې له افغانستانه بهر ګډوال دي.