د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ویلي چې د امریکا او ایران ترمنځ د مذاکراتو د دویم پړاو د بیاپیل احتمال «ډېر زیات» دی.
ګوټرېش سهشنبه، اپرېل ۱۴مه، خبریالانو ته وویل، هغه نښې نښانې چې د ملګروملتونو په واک کې دي، ښيي چې د ایران د جګړې د پای ته رسولو لپاره د خبرو اترو بیا پیل ډېر ممکن دی.
هغه همدارنګه زیاته کړه چې په همدې ورځ یې د پاکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره لیدنه کړې او د سولې لپاره یې د دغه هېواد د هڅو ستاینه کړې ده.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ګوټرېش وویل: «دا غیرواقعي ده چې تمه وکړو داسې یوه پېچلې او اوږدمهاله مسله دې د مذاکراتو په لومړي پړاو کې حل شي. نو ځکه، موږ د خبرو دوام ته اړتیا لرو او دا هم مهمه ده چې د دې بهیر پرمهال اوربند وساتل شي.»
بلخوا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې ښايي د ایران اړوند مذاکرات په راتلونکو دوو ورځو کې په پاکستان کې بیاپیل شي. نوموړي دا څرګندونې پرون له «نیویارک پوسټ» سره په مرکه کې کړې دي.
د امریکا او ایران ترمنځ د مذاکراتو لومړی پړاو چې په اسلاماباد کې شوی و، بې پایلې پای ته رسېدلی و.