د ملګروملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش ویلي چې د منځني ختیځ د روانو جګړو دوام د انسانانو رنځ او ویجاړي زیاتوي او د نړۍ لپاره جدي خطرونه لري.
هغه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د دې کړکېچ اغېزې په ټوله نړۍ کې احساس کېږي او د پای ته رسولو یوازینۍ لاره سولهییز حل موندل دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ګوتریش ټینګار کړی چې د مرګ او تباهۍ دا لړۍ باید سمدستي ودریږي او نړیواله ټولنه باید د تاوتریخوالي د ختمولو او پر ملکي وګړو د فشار د کمولو لپاره اقدام وکړي.
هغه مخکې هم خبرداری ورکړی و چې په ټوله سیمه او له هغې هاخوا ملکي وګړي له جدي زیانونو او ناڅرګند امنیتي وضعیت سره مخ دي.