هېواد کې د ورښتونو او سېلابونو له امله ۷۷ کسانو ژوند بایللی

له پېښو سره د مبارزې د چمتوالي ادارې ویلي، د حمل له شپږمې راهیسې یانې تېرو لسو ورځو کې د ورښتونو او سېلابونو له امله ۷۷ کسانو ژوند بایللی او ۱۳۷ نور ټپیان شوي. دغې ادارې نن شنبه ویلي، تر دامهاله ۳زره او ۲۶۶ کورونه په بشپړ او جزیي ډول ویجاړ شوي او ۱۱ او ۶۷۶ جریبه کرنیزې ځمکې تخریب شوي.

وروستیو ورښتونو او سېلابونو کې ۶۱ هېوادوالو ژوند بایللی

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، هېواد کې وروستیو وروښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي.

ذبیح‌الله مجاهد نن شنبه حمل ۱۵/ اپرېل ۴ پر اېکسپاڼه لیکلي چې دغو سېلابونو کې ۶۱ هېوادوالو ژوند بایللی او ۱۱۶ نور ټپیان دي.

همدارنګه ۴ کسان اوس هم نادرکه دي.

یوناما: هره میاشت ۵۰ کسان ماین چاودنو کې ژوند بایلي

د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یوناما ویلي، افغانستان کې هره میاشت شاوخوا ۵۰ کسان د ماینونو او له جګړې د پاتې نورو چاودېدونکو توکو د چاودنو له امله ژوند له لاسه ورکوي چې نږدې ۸۰ سلنه یې ماشومان دي.
دې بنسټ ویلي، افغانستان کې نږدې ۹۰ سلنه د چاودنې پېښې له جګړې د پاتې نا‌چاوده مهماتو له امله رامنځته کېږي.

د تېلو سپما؛ د پاکستان پنجاب کې عامه ټرانسپورټ وړیا کېږي

د پاکستان د پنجاب ایالت اعلا وزیرې مریم نواز اعلان کړی چې دغه ایالت کې به د خلکو لپاره عامه ټرانسپورټ وړیا کړي.

نوموړې دا اعلان وروسته له هغه کړی چې د فدرالي حکومت له‌خوا په اسلام‌اباد کې د ورته یو پروګرام خبر ورکړل شوی دی.

کابل کې د زلزلې له امله د یوې کورنۍ ۸ غړو ژوند بایللی

د اسلامي امارت مسوولان وايي، کابل کې د تېرې شپې زلزلې له امله د یوې کورنۍ ۸ غړو ژوند بایللی. د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل ویلي، د زلزلې له امله د کابل د بګرامي ولسوالۍ اړوند «ګوسفند درې» سیمه کې یو کور نړېدلی. د هغه په وینا، پېښه کې د دغې کورنۍ ۸ غړو ژوند بایللی او یوازې یو نږدې دوه کلن ماشوم یې ژوندی پاتې دی.