د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي، هېواد کې وروستیو وروښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي.
ذبیحالله مجاهد نن شنبه حمل ۱۵/ اپرېل ۴ پر اېکسپاڼه لیکلي چې دغو سېلابونو کې ۶۱ هېوادوالو ژوند بایللی او ۱۱۶ نور ټپیان دي.
همدارنګه ۴ کسان اوس هم نادرکه دي.
ښاغلي مجاهد ویلي چې ورښتونو او سېلابونو کې تر دامهاله ۲۴۴۸ کورونه په بشپړ او جزیي ډول ویجاړ شوي او ۲۶ زره او ۸۴۱ جریبه کرنیزې ځمکې تخریب شوي.
د نوموړي په وینا، د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله ۱۰۴۵ څاروي هم تلف شوي دي.