له نن یو کال وړاندې پر همدې ورځ هېواد کې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته د نجونو پر تګ بندیز ولګېد. ښوونځیو ته د افغان نجونو د نه پرېښودو د یوه کال پوره‌کېدو په تړاو د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي، د تېر یوه کال پرمهال د افغان نجونو د زده‌کړو برخه کې له لاسي تللي فرصتونه به بېرته جبران نه شي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش نن (یکشنبه، وږي ۲۷) پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، افغان نجونې خپلو ښوونځیو پورې تړاو لري او له اسلامي امارت یې غوښتنه کړې چې نجونو ته اجازه ورکوي، څو بېرته خپلو زده‌کړو ته ستنې شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

څه موده وړاندې کابل د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي یا یوناما هم افغانستان کې د نجونو ښوونځیو تړل‌کېدل «له شرمه ډکه غمیزه» بللې وه. یو کال وړاندې هغه مهال چې اسلامي امارت پر افغانستان بیا واکمن شو، له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کوونکو پرمخ یې دروازې وتړلې.

په ورته مهال ملګرو ملتونو یو ځل بیا له اسلامي امارت غوښتنه وکړه چې هېواد کې دې د نجونو ښوونځیو د ژر تر ژړه بیاپرانېستلو برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.

په دې تړاو د ملګرو ملتونو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې «له ښوونځیو د نجونو محرومول، هېڅ توجهې نه‌لري او نړۍ کې د دې مخالفت ساری نه لیدل کېږي.»

تېر کال د سپټمبر په ۱۸مه د پوهنې وزارت اعلان وکړ چې هلکان دې ښوونځیو ته لاړ، خو نجونې یې له ښوونځیو راوګرځولې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه دلته وڅارئ

که څه هم د تېر یوه کال پرمهال د اسلامي امارت چارواکو په وار وار د نجونو ښوونځیو د بېرته پرانېستلو خبر ورکړ، خو د کورنیو او نړیوالو فشارونو سربېره اسلامي امارت دې ته نه دی چمتو شوی چې له شپږم ټولګي پورته نجونې زده‌کوونکې ښوونځیو ته پرېږدي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام