د افغانستان لپاره د امریکا سفارت چې په قطر کې فعالیت کوي، نن «علم او ټکنالوجۍ کې د ښځو نړیوالې ورځې» په مناسبت ویلي چې د دې ورځې په ویاړ به د روباټیک جوړوونکو افغان نجونو پر بېساري کار او فعالیت تمرکز وکړي.
د افغانستان لپاره د امریکا سفارت پر ټویټر لیکلي چې افغان نجونې په ټولو برخو کې د زدهکړو حق او وړتیا لري.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دغه سفارت ټینګار کړی، که افغان نجونو ته وخت ورکړل شي، په خپل نوښت به د یوې نوښتګرې او پر ټکنالوجي ولاړې نړۍ جوړولو کې مرسته وکړي.
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش هم د دې ورځې په مناسبت ویلي چې په علم کې د نجونو او ښځو ډېر ګډون، د ټولو لپاره د یوې غوره راتلونکې په مانا دی.
هغه لیکلي: «موږ باید په علم کې جنسیتي برابروالی د ښځو حقونو په منلو او د کلیشو په ماتولو دود کړو.» ګوټرېش ټینګار کړی چې ټول باید په خپل وار ټولګي او د تجربې مرکزونه په نجونو او ښځو ډک کړو.
بلهخوا د اسلامي همکاریو سازمان هم د دې ورځې په مناسبت په زدهکړو، علم او ټکنالوجۍ کې د ښځو او نجونو پر لا ګډون ټینګار کړی دی.
د اسلامي همکاریو سازمان سرمنشي حسین ابراهیم طه د دغه سازمان له غړیو هېوادونو او اړوندو بنسټونو غوښتي چې د ښځو حقونو د تضمین لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.
دغه سازمان ټینګار کړی چې د نړیوالو همکاریو د پیاوړتیا لپاره باید د زدهکړو او ټکنالوجۍ برخه کې د ښځو او نجونو د حقونو په اړه عامه پوهاوی زیات شي.
دا ورځ داسې مهال را رسېږي چې له شاوخوا یونیم کال راهیسې په افغانستان کې له شپږم ټولګي نه د پورته افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلي او له څو میاشتو راهیسې پوهنتون ته هم نه پرېښودل کېږي.
د ملګرو ملتونو عمومي مجمع د ۲۰۱۵ کال په ډسمبر کې په علم او تکنالوجۍ کې د ښځو او نجونو د مهم رول نمانځنې په موخه د فبروري یوولسمه «په علم کې د ښځو او نجونو نړیوالې ورځې» په نوم ونوموله.