Asset 1SWN

سلام وطندار

د ښاري اوبو رسولو شرکت ۱۹ولایتونو کې ۱۳۲ پروژې پلي کړي

اوبو رسولو پروژه

د ښاري اوبو رسولو امارتي شرکت تېرو څلورو کلونو کې د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې د شاوخوا ۲ میلیارد افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو ۱۳۲ لویې او وړې پروژې پلي کړي.

دغه شرکت نن سه‌شنبه یوه اعلامیه کې ویلي، د یادو پروژو چارې د اسلامي امارت له واکنمېدو څخه د ۱۴۰۴ کال تر پایه پیل او عملي شوي چې له جملې څخه یې د کابل په ګډون بېلابېلو ولایتونو کې ۱۱۹ پروژې په بریالیتوب سره بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي.

اعلامیه کې ویل شوي چې دامهال په کابل، کندهار، هرات، ننګرهار او پروان ولایتونو کې د ۱۳ نورو پروژو رغنیزې چارې دوام لري او روان کال کې به ګټې اخیستنې ته چمتو شي.

د یادولو ده چې دغه پروسه کې د ۱.۲ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې د اوبو رسولو شرکت له خپلې بودجې او پاتې نورې د ملي او نړیوالو مرستندویه ادارو په مالي ملاتړ پلې شوي.

د دې ټولو پروژو په بشپړېدو سره به نږدې ۲۵۰ زره هېوادوال د څښاک له پاکو اوبو برخمنې شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام