Asset 1SWN

سلام وطندار

د اسراییلو بریدونه؛ غزه کې پنځه کسان وژل شوي

Palestinians run as a building hit by an Israeli air strike collapses, in Gaza City, September 5, 2025. REUTERS/Mahmoud Issa     TPX IMAGES OF THE DAY

پر غزې تړانکې د اسراییلي ځواکونو د تازه هوايي برید له امله د وژل شویو کسانو شمېر پنځو ته لوړ شوی دی.

د فلسطین رسمي خبري اژانس (وفا) راپور ورکړی چې د غزې په شمال کې د الشاطي کډوالو پر کمپ د اسراییلو د هوايي برید له امله د وژل شویو کسانو شمېر پنځو ته لوړ شوی دی.

راپور زیاتوي چې دا برید پرون ماښام شوی چې له امله یې یوشمېر نور کسان هم ټپیان شوي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


یاد برید په داسې حال کې کېږي چې د اوربند له اعلان وروسته هم تاوتریخوالی نه‌دی درېدلی. د غزې د روغتیا وزارت په وینا، د تېرکال د اکتوبر راهیسې چې اوربند عملي شوی، تر دې دمه ۷۵۷ کسان وژل شوي او ۲۱۱۱ نور ټپیان دي.

دا پېښه د اوربند د سرغړونو په لړۍ کې وروستۍ بلل کېږي چې د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې لازیاتوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام