فاریاب کې واورې اورېدو د یوه کس ژوند اخیستی او سلګونه څاروي یې مړه کړي

د فاریاب محلي مسوولان په دغه ولایت کې د سختې واورې اورېدو له کبله د یوه کس د مړینې او سلګونو څارویو د له منځه تلو خبر ورکوي.
د فاریاب د والي ویاند عصمت‌الله مرادي رسنیو ته ویلي چې د دغه ولایت په قیصار ولسوالي کې د سختې واورې اورېدو له کبله یوه کس خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

فاریاب کې د کارګرو ماشومانو زیاتوالی؛ «که ډوډۍ ولرو، خوښېږي مې درس ولولم»

دولس کلن سهرا چې ټوله ورځ د فاریاب په مرکز میمنې ښار کې د خلکو د بوټانو په رنګولو تېروي وايي، اقتصادي ستونزو اړ کړی چې له دې لارې خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي.
هغه چې د ښوونځي د پنځم ټولګي زده‌کوونکی و وايي، هیله یې لرله چې یوه ورځ ډاکټر شي، خو بې‌وزلۍ له زده‌کړو بې‌برخې کړی او اوس یې د ډاکټر کېدو هیله پر خوب بدله شوې ده.

د فاریاب یوه کلي کې د اوبو کمښت؛ «اته میاشتې کېږي اوبه نه‌لرو»

هېواد کې د څلورم پرله‌پسې کال لپاره د وچکالۍ دوام لامل شوی چې ګڼ‌شمېر ولایتونو کې خلک د څښاک پاکو اوبو له کمښت سره مخ شي.

د نورو ولایتونو په څېر د فاریاب میمنې ښار «دمقول» کلي اوسېدونکي هم له تېرو اتو میاشتو راهیسې له دغه وضعیت سره لاس او ګرېوان دي.

فاریاب کې د روغتیايي امکاناتو د کمښت او خدمتونو ته د نه لاسرسي په اړه شکایتونه

فاریاب کې یو‌شمېر ناروغان وايي چې د دغه ولایت په ولایتي روغتون او روغتیايي مرکزونو کې درمل کم دي او ناروغانو ته په سمه توګه روغتیايي خدمتونه نه ور رسېږي.
دوی شکایت کوي چې روغتیايي مرکزونو کې د درملو پر کمښت سربېره، د روغتیايي تجهیزاتو او مسلکي ډاکټرانو نه موجودیت هغه ستونزې دي چې له کلونو راهیسې ورته هېڅ پام نه‌دی شوی.

فاریاب کې کروندګر: د وچکالۍ له امله مو حاصلات کم شوي

فاریاب کې یو‌شمېر کروندګر وايي چې د تېر ژمي پر مهال د ورښتونو کمښت له امله دغه ولایت کې وچکالي ډېره شوې او کښتونه یې د له‌منځه تلو ګواښ سره مخ دي.

د فاریاب یوه کروندګر حمیدالله سلام‌وطندار ته وايي چې ژوند یې پر کرنه او مالدارۍ ولاړ دی او سږکال یې د وچکالۍ په دلیل حاصلات سوځېدلي چې سخت یې اندېښمن کړي دي.

کندوز او بادغېس کې دوو ښځو ځان‌وژنه کړې او فاریاب کې د دوو نورو مړي موندل شوي

په کندوز او بادغېس کې محلي سرچینو او مسوولانو سلام‌وطندار ته ویلي چې په دغو ولایتونو کې دوو ښځو ځانونه را ځړولي او ژوند ته یې د پای ټکی ايښی دی.
په کندوز کې محلي سرچینې وايي چې یوې ځوانې ښځې د پنجشنبې په شپه د کندوز ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند په حمیدبای سیمه کې ځان را ځړولی او وژلی دی.

فاریاب کې یوې ړندې ښځې ۳۵ نورو ښځو ته د کار اسانتیاوې برابرې کړي

د فاریاب په مرکز میمنې ښار کې یوې نجلۍ چې په سترګو څه نه ویني، ۳۵ نورو بې‌سرپرسته او معلولو نجونو او ښځو ته د کار اسانتیاوې برابرې کړې دي. فاریاب کې د ړندو د وړتیا لوړونې موسسې بنسټ‌اېښودونکې او مسوولې خال‌بي‌بي همنوا سلام‌وطندار ته ویلي، کله چې ا.ا د نجونو او ښځو پر زده‌کړو او کار محدودیتونه ولګول، دې پرېکړه وکړه چې ۳۵ بې‌سرپسته، معلولو او یتیمو نجونو او ښځو ته د کار اسانتیاوې برابرې کړي.

ناپېژنده وسله‌والو په فاریاب کې یو کروندګر وژلی

د فاریاب امنیتي مسوولان وايي چې ناپېژنده وسله‌والو په دغه ولایت کې یو کروندګر وژلی دی.
د فاریاب د امنیې قومانداني ویاند حمیدالله بت‌شکن سلام‌وطندار ته ویلي چې دا پېښه د وري په اوومه، دوشنبې د دغه ولایت د پښتون‌کوټ ولسوالي په «خوشباني» سیمه کې شوې ده.

فاریاب کې د څړځای پر سر شخړه کې درې کسان وژل شوي

د فاریاب امنیتي مسوولانو سلام‌وطندار ته ویلي چې د دغه ولایت په دولت‌اباد ولسوالي کې دوو کورنیو د څړځای پر سر شخړه کړې چې له کبله یې درې کسان وژل شوي دي. دا پېښه پرون د دولت‌اباد ولسوالي په «شور دریا» سیمه کې شوې ده. 

فاریاب کې دوو ټرافیکي پېښو یو ماشوم او یوه ښځه مړه کړي

د فاریاب محلي مسوولان وايي چې د میمنې‌-‌مزار پر لویې لارې د دوو ټرافیکي پېښو له کبله یو ماشوم او یوه ښځه مړه شوي دي. د فاریاب د اطلاعاتو او کلتور رییس شمس‌الدین محمدي وايي، دا پېښې د کب په ۲۵مه، د پنجشنبې ورځ د میمنې‌-‌مزارشریف پر لویې لارې شوې دي.

فاریاب کې د یوه ماشوم جسد موندل شوی

د فاریاب د خواجه‌سبز‌پوش ولسوالي په «غذاري» کلي کې د هغه ماشوم جسد موندل شوی چې یوه اوونۍ مخکې لا درکه شوی و.

د فاریاب د امنیې قومنداني ویاند حمیدا‌لله بت‌شکن سلام‌وطندار ته ویلي چې دغه ماشوم بسم‌الله نومېده او شپږ کلن و چې یوه اوونۍ وړاندې لادرکه شوی و.