Asset 1SWN

د فاریاب تاریخي اثار او ځایونه د ورکېدو له ګواښ سره مخامخ دي

آبده-تاریخی-فاریاب-1-qcqk9z3ep3wmi268o6ubuli90qv4olbmb5u75zezrc

د فاریاب یوشمېر فرهنګي فعالان وايي چې د دغه ولایت تاریخي سیمې او اثار په ناوړه وضعیت کې دي او د ورکېدو له ګواښ سره مخامخ دي. د دوی په وینا، په تېرو کلونو کې د دغه ولایت تاریخي اثارو ته ځانګړی پام نه‌دی شوی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

لیکوال او فرهنګي فعال سید تاج‌الدین تاشقین بهايي وايي، حکومت باید د دغه ولایت تاریخي اثار او سیمې وساتي. هغه زیاتوي: «تاریخي ځایونو او تاریخي اثارو ته مو پام نه‌دی کړی. کوم تاریخي او لرغوني اثار چې په فاریاب کې وو، نږدې ټول یې زیانمن شوي دي. ډېری یې د جمهوریت د ۲۰ کلونو پر مهال د بهرنیانو له لوري لوټ شول.»

د فاریاب یو بل فرهنګي فعال حسیب‌الله وايي: «په تېرو شلو کلونو کې د نورو حکومتونو له لوري تاریخي سیمو ته هېڅ پام نه‌دی شوی او دا تاریخي سیمې نه‌دي رغول شوي او اوس پر کنډوالو بدلې شوي. هیله لرو چې لرغونو او تاریخي ځایونو ته ځانګړی پام او بېرته ورغول شي.» دغه فعالان د فاریاب له محلي مسوولانو غواړي چې ژرترژره د دغه ولایت تاریخي اثار او ځایونه ورغوي.

په همدې حال کې د فاریاب د اطلاعاتو او کلتور ریییس شمس‌الله محمدي وايي چې د ۱۶۳ تاریخي ځایونو له ډلې، یوشمېر هغه د طبیعي پېښو پر مهال چپه شوي او یوشمېر نورې یې هم د ړنګېدو له ګواښ سره مخامخ دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هغه زیاتوي: «په شلو کلونو کې تاریخي ځایونو ته پام نه‌دی شوی؛ په داسې حال کې چې یوه تاریخي سیمه د هېواد فرهنګ او هویت ګڼل کېږی. انشاالله امارت اسلامي او د اطلاعاتو او کلتور ریاست دې برخې ته ژمن دي چې تاریخي ځایونو ته ځانګړی پام وکړي.»

دا داسې مهال ده چې د فاریاب د فرهنګي فعالانو په وینا، لرغوني او فرهنګي اثار د افغانستان د تاریخ او فرهنګ ښکارندويي کوي چې اوس پر کنډوالو بدل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام