پکتیا کې د ښاروالۍ مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې یې ۲۶ خصوصي ښوونځي له دې امله تړلي چې ښاروالۍ ته يې د تجارتي اعلانونو د ليک دړې يا «بلبورډونو» ماليه نه ورکوله.

ګردېز ښار کې د خصوصي ښوونځي مسوولان وايي، دوی حاضر دي چې خپله ماليه ښاروالۍ ته ورکړي، خو زیاتوي چې د ځنډ له امله ښاروالۍ د دوی ټول ښوونځي ورتړلي او په زرګونه زده‌‌کوونکي د زده‌کړو له بهير څخه بې برخې شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

پکتیا کې د خصوصي ښوونځیو د مسوولانو په وینا، دوی له ښاروالۍ څخه غوښتنه کړې وه چې پر دوی د راغلې مالیې پیسې دې ورته روښانه کړي، څو دوی یې ورکړي، خو د ښاروالۍ مامورینو د دوی دا غوښتنې له پامه غورځولي او د ښوونځیو دروازې یې وربندې کړي دي.

د ګردېز ښاروالۍ مسوولان وايي، په تېره يوه مياشت کې يې څو ځله دوی ته یادونه کړې چې د ليک دړو يا «لويو بلبورډونو» قانوني ماليه بانک ته تحويل کړي.

د ګردېز ښاروال مولوي شريف الله الهام سلام‌وطندار ته وويل، دوی ته پخوا څو ځله ويل شوي او په دې برخه کې پنځوس سلنه تخفيف هم ورکړل شوی، خو بيا يې هم ماليه نه ده تحويل کړې.

نوموړی زیاتوي چې ښوونځي به بېرته پرانيستل شي، خو که ماليه ورنه کړي، دا ځل به يې مسوولا زندان ته ولېږدول شي.

هغه وویل: « ښوونځي موږ تړلي دي، شاوخو يوه مياشت موږ له دوی سره په خبرو بوخت وو، زموږ د اعلاناتو پيسې په دوی باندې راغلې په دولس سوه افغانۍ متر و، بيا پنځوس سلنه تخفيف ورته وکړ شپږ سوه شوې، د تېر کال يې هم ندي تسليم کړي او د سږ کال هم په هغه کې بيا هم دوی زورواکي کوله پرون ورته ورغلو ټول مو ورته وتړل.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په ورته مهال د پکتيا د پوهنې رياست مسوولان وايي، دوی سره د ښوونځيو د تړلو موضوع مخکې نه ده شريکه شوې او نن يې د ټولو خصوصي لېسو له مسوولانو سره کتلي او خپله عريضه يي ورته وړاندې کړې چې د ولايت د مقام په لارښوونه به ښوونځي بېرته پرانیزي.

د پکتيا مرکز ګردېز کې د ماليې د نه ورکړې له امله خصوصي ښوونځي په داسې مهال تړل کېږي چې په سړو سيمو کې تعليمي کال په ختمېدو دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام