Asset 1SWN

هلمند کې زرګونه کیلوګرامه نشه‌يي توکي وسوځول شول

IMG_20231028

د هلمند امنیتې مسوولان وايي چې واک ته د ا.ا له رسېدو راهیسې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې زرګونه کیلوګرامه نیول شوي نشه‌یې توکي یې له منځه یووړل.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هلمند د امنیې قومانداني ویاند عزت‌الله حقا.ني سلام‌وطندار ته ویلي چې د امنیې قومانداني د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې څه باندې ۶۲۶ زره کیلوګرامه نشه‌يي توکي نیولي وو او نن یې سوځولي دي.

د نوموړي په وینا، په ننیو نشه‌يي توکو کې تریاک، چرس، ټابلېټ‌کا، کرېسټال، اهاک، اومان، ایف‌او کیمیاوي توکو تر څنګ، یوازې ۱۸۷۸۸ لېټره الکولي توکي، شراب او تېزاب شامل وو. هغه زیاتوي چې د دغو نشه‌يي توکو په تور یې ۶۱۷ کسان هم نیول شوي چې دوسیې یې اړوندو محکمو ته لېږل شوې دي.

په همدې حال کې د هلمند یوشمېر اوسېدونکو د مسوولانو دغه اقدام ستايي او له هغوی څخه غواړي چې په بشپړ ډول په دغه ولایت کې د نشه‌يي توکو د پېر او پلور او قاچاق مخه ونیسي. د هلمند اوسېدونکي حاجي پهلوان او عطاالله په دې اړه سلام‌وطندار ته ویلي:

«دا ډېر ښه کار وشو. دولت باید دا بند کړي؛ ځکه ځوانان به مو له نشو خلاص شي، یوه سالمه ټولنه به ولرو.» «پخوا چې دا نشه‌يي توکي زیات وو، نشه‌یان هم زیات وو. د همدغو نشه‌یانو له لوري به غلاوې کېدلې. اوس کم شوي، موږ غواړو چې له یوې مخې نشه‌يي توکي ورک شي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چی هلمند واک ته د اسلامي امارت له رسېدو مخکې د هېواد په کچه د نشه‌يي توکو د تولید د مهمو ولایتونو له ډلې یو و.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام