کندوز کې یوه امنیتي سرچینه چې نه غواړم نوم یې خپور شي وايي، د ياد ولايت له نشهيي توکيو سره د مبارزې مدیر د بډو اخیستو په تور ونیول شو.
سرچینه وايي، د دغه ولایت له نشهيي توکيو سره د مبارزې مدیر خالالدین خالد یوه میاشت وړاندې درېیو نورو پولیس منسوبینو سره د نشهيي توکيو یو قاچاق کوونکی د ۶ سوه زره افغانیو په بدل کې بند څخه خوشې کړی و.
سرچینې وویل، کورنیو چارو وزارت د خالالدین خالد او د نورو ملګرو نیولو لپاره یې عملیات وکړل چې د دغې ادارې دوه کارکوونکي ونیول شول؛ خو نوموړی کابل ته تښتېدلی و.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د کندوز له نشهيي توکيو سره د مبارزې مدیر کابل کې د ځانګړو عملیاتو پرمهال نیول شوی دی.
د کندور امنیه قومنداني دې برخه کې جزییات نه ورکوي.
د یادونې ده چې تېره ورځ هم د کندوز د زندان مدیر د بډو اخیستو په تور ونیول شو.