د افغان ملي ماڼۍ د جوړولو چارې له دوو کلونو ځنډ وروسته بیا پیل شوې

د ملي پراختیا شرکت او افغان ملي بانک د یکشنبې په ورځ له دوو کلونو ځنډ وروسته د کابل ښار په دهمزنګ کې د افغان ملي ماڼۍ د بیارغولو پاتې چارې پیل کړې.
د دې پروژې مسوولان وايي، د افغان ملي ماڼۍ د جوړولو پروژې ۳۷ سلنه چارې دوه کاله وړاندې بشپړې شوي او ټاکل شوې چې څه باندې ۶۰ سلنه چارې یې تر دې وروسته بشپړې شي.

هلمند کې زرګونه کیلوګرامه نشه‌يي توکي وسوځول شول

د هلمند د امنیې قومانداني ویاند عزت‌الله حقا.ني سلام‌وطندار ته ویلي چې د امنیې قومانداني د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې څه باندې ۶۲۶ زره کیلوګرامه نشه‌يي توکي نیولي وو او نن یې سوځولي دي.

د مکسیکو توپان کې د قربانیانو شمېر ۳۹ کسانو ته ورسېد

د مکسیکو چارواکو خبر ورکړی چې د دغه هېواد په یوه تفریحي سیمه کې د ویجاړوونکي توپان د قربانیانو شمېر ۳۹ کسانو ته رسېدلی دی.
رویټرز خبري اژانس نن (د اکټوبر ۲۹مه، د یک‌شنبې ورځ) خبر ورکړی چې د مکسیکو د اکاپولکو توپان په قربانیانو کې ۲۹ نارینه او ۱۰ ښځې شاملې دي.

د اوزبکستان یو لوړپوړی پلاوی کابل ته را رسېدلی

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي چې یو اوزبکستانی پلاوی نن سهار (د لړم اوومه، د یک‌شنبې ورځ) کابل ته راغلی دی. د خبرپاڼې پر بنسټ، د اوزبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشېد  خواجه‌بوف د دغه پلاوي مشري کوي او د یاد هېواد د سوداګرۍ او کانونو او ټرانسپورټ وزارتونو وزیران، خپلواک رییسان او سوداګر په دغه شاوخوا ۴۵ کسیز پلاوي کې شامل دي. 

د دایکندي د اشترلي ولسوالي اوسېدونکي په خپل لګښت یو ښوونځی جوړوي

د دایکندي د اشترلي ولسوالي د جنګان کلان سیمې اوسېدونکو د یوه ښوونځي د بنسټ ډبره چې دوه‌نیم میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي او لګښت یې هم خلک ورکوي، ايښې ده. د دایکندي د پوهنې رییس عنایت‌الله سهار په دې اړه خوښي ښودلې او ویلي یې دي چې په جوړېدو سره به یې ۶۳۵ زده‌کوونکو ته اسانتیاوې برابرې شي.