د زابل امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په شهرصفا ولسوالي کې یو ۴۰۴ ډوله موټر چپه شوی او له کبله یې ۱۹ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د زابل د امنیې قومانداني ویاند ذبېحالله جوهر سلاموطندار ته ویلي چې دا پېښه نن سهار (د لړم اوومه، د یکشنبې ورځ) د کابل-کندهار پر لویې لارې شوې او دوه کسان پهکې مړه او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.
د نوموړي په وینا، د پېښې ټپیان د درملنې به موخه د شهرصفا ولسوالي روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي دي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
په همدې حال کې د زابل روغتیايي مسوولان وايي چې د دوو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک و او د ښې درملنې په موخه یې کندهار ولایت ته لېږدولي دي.