Asset 1SWN

د جوزجان-بلخ پر لویه لاره ټرافیکي پېښه؛ اووه کسان مړه او دوه ټپیان شوي

غتقسغ

د بلخ محلي مسوولان وايي چې د جوزجان-بلخ پر لویه لاره د ټرافیکي پېښې له امله اووه کسان مړه شوي او دوه نور ټپیان دي.

د بلخ د عامې روغتیا ریاست ویاند خیرالله خیرخواه وايي چې دغه پېښه دوشنبه د زمري ۳۰مه د یاد ولایت چهاربولک ولسوالي اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د خیرخواه په وینا، په مړو شویو کې څلور ښځې او دوه ماشومان شامل دي چې د پېښې ټپیان روغتون ته وړل شوي دي.

په ورته مهال عیني شاهدانو ویلي چې پېښه د کرولا ډوله او سراچې موټرو ترمنځ د ټکر له کبله رامنځته شوې ده.

د بلخ محلي او امنیتي مسوولانو تراوسه د یادې پېښې د لامل په اړه څه نه دي ویلي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ټرافیکي پېښې زیاتې شوي چې لامل یې د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي، د سړکونو خرابوالی او له ټرافیکي قوانینو سره د موټرچلوونکو نه بلدتیا په ګوته کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام