Asset 1SWN

بغلان او جوزجان کې ټرافیکي پېښې څلور کسان مړه کړي

۸۷

د جوزجان او بغلان محلي مسوولان وايي چې په یادو ولایتونو کې د ټرافیکي پېښو له امله څلور کسان مړه شوي او پنځو نور ټپيان دي.

د بغلان د امنیې قومنداني ویاند شېراحمد برهاني وايي چې پرون سه‌شنبه د زمري ۲۴مه د پل‌خمري دشت خواجه الوان سیمه کې د «رونیکس» موټر چپه‌کېدو له امله درې کسان مړه او یو بل ټپي شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو برخه دلته وڅارئ

دغه موټر له مزارشریف د کندوز پر لوري روان و. د نوموړي په وینا، پېښه کې د موټر چلوونکي په ګډون درې کسان مړه او بل کس ټپي شوی.

بل‌خوا نن چهارشنبه د زمري ۲۵مه د جوزجان په اقچه ولسوالي کې هم د ټرافیکي پېښې له کبله یوه کس خپل ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپیان دي.

د جوزجان د پولیسو ویاند عبدالستار حلیمي سلام‌وطندار ته ویلي چې پېښه د اقچې ولسوالي په پُل نو سیمه کې د دوو موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

د یاد ولایت د مسوولانو په وینا، د تېرو لسو ورځو پر مهال دغه ولایت کې دا پنځمه ټرافیکي پېښې ده چې رامنځته کېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

له دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ټرافیکي پېښې شوي چې لامل یې د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي، د سرکونو خرابوالی او له ټرافیکي قوانینو سره د موټر چلوونکو نه بلدتیا ښودل شوې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام