Asset 1SWN

سمنګان کې ټرافیکي پېښه؛ د یوې کورنۍ دوه غړي مړه او شپږ ټپیان دي

Samangan-pygxn5x46bp9bwjmya0bosei4k4mlz3v65gqceatu0

د سمنګان روغتیايي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ټرافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ دوه غړي مړه شوي او شپږ نور ټپیان دي.

د سمنګان د ولایتي روغتون امر سیدعثمان حمیدي سلام‌وطندار ته ویلي چې پېښه بېګاه شپه د  ایبک ښار اړوند «دره زندان» سیمه کې د یوې کرولا ډوله موټر د چپه‌کېدو له امله رامنځته شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو برخه دلته وڅارئ

د نوموړي په وینا، دې پېښه کې د یوې کورنۍ دوه غړي مړه شوي او شپږ نور ټپیان دي. مړې شوې دواړه ښځې دي.

د سمنګان د ولایتي روغتون امر سیدعثمان حمیدي پېښه کې د څلورو ټپیان روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ بولي او زیاتوي چې ټپیانو کې دوه ماشومان هم شامل دي.

هغه همداراز وویل چې ټپیان دا مهال د ولایتي روغتون بېړنۍ څانګه کې تر درملنې لاندې دي.

دغه پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې له دې وړاندې هم دغه ولایت او د یاد هېواد په نورو ولایتونو کې ورته پېښې رامنځته شوې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د راپورونو له مخې، په هېواد کې ډېری ټرافیکي پېښې د موترچلوونکي د بې‌احتیاطي، د سرکونو خرابوالي او له ټرافیکي قوانینو سره د موټرچلوونکو د نه بلدتیا له امله رامنځته کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام