Asset 1SWN

کاپیسا کې ټرافیکي پېښه؛ شپږ کسان مړه او نهه ټپیان شوي

6327e15b-5d06-4bc5-ba32-73dc357633ae

د کاپیسا امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله شپږ کسان مړه او نهه نور ټپیان شوي دي.

پېښه نن چهارشنبه د غبرګولي لسمه د یاد ولایت د «اله‌سای» ولسوالي اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کاپیسا د امنیې قومنداني ویاند عبدالفتاح فایز سلام‌وطندار ته ویلي چې د اله‌سای ولسوالي د چای‌خېل کلي په اشپي‌دره کې یو مازدا ډوله موټر له سړک یوې کندې ته لوېدلی چې له کبله یې شپږ کسان مړه شوي او نهه ټپیان دي.

د نوموړي په وینا، دغه موټر له یادې سیمې څخه د تېرېدو په حال کې و او یو‌شمېر کروندګر چې غوښتل یې خپلو کروندو ته لاړ شي، له ځان پورته کړي او د لارې په اوږدو کې دغه پېښه رامنځته شوې ده.

په ورته مهال د اله‌سای ولسوالي مسوولانو بیا سلام‌وطندار ته ویلي چې په مړو شویو کسانو کې یو ماشوم هم شامل دی او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

پېښه کې د یو‌شمېر ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی. د کاپیسا د امنیې قومنداني ویاند د یادې ټرافیکي پېښې لامل د موټر چلوونکي بې‌احتیاطي او د لارې خرابوالی په ګوته کړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام