کاپیسا کې ټرافیکي پېښه؛ شپږ کسان مړه او نهه ټپیان شوي

د کاپیسا امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله شپږ کسان مړه او نهه نور ټپیان شوي دي. د کاپیسا د امنیې قومنداني ویاند عبدالفتاح فایز سلام‌وطندار ته ویلي چې د اله‌سای ولسوالي د چای‌خېل کلي په اشپي‌دره کې یو مازدا ډوله موټر له سړک یوې کندې ته لوېدلی چې له کبله یې شپږ کسان مړه شوي او نهه ټپیان دي.

بلخ کې د ا.ا د ځواکونو عملیاتو کې شپږ داعشیان وژل شوي

د بلخ امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یې د داعش ډلې شپږ غړي وژلي دي. د بلخ د امنیې قومنداني ویاند محمداصف وزیري وايي، ځانګړو ځواکونو بېګاه شپه د دغه ولایت د نهرشاهي ولسوالي «انجنير مهدي» سيمه کې د داعش وسله‌والو پر یوه پټنځای عملیات کړي چې په پايله کې يې شپږ داعشیان وژل شوي دي.