د کندهار اوسېدونکي وايي، کورونا ویروس په دغه ولایت کې د ځوانانو، په تېره د ماشومانو پر روحیې ناوړه اغېزې کړې دي.

د دوی په وینا، کندهار کې ګڼشمېر ماشومان او ځوانان له زده‌کړو بې‌برخې شوي او ډېری یې لا هم پر کورونا د اخته کېدو له وېرې له رواني ستونز سره لاس او ګرېوان دي.

د کندهار د یوشمېر ښوونځیو مدیران وایي، کورونا ناروغي د زده‌کوونکو پر زده‌کړو سربېره د دوی پر ټولنیزو اړیکو هم منفي اغېزې کړې دي.

کندهار کې د اشنا ښوونځي او وړکتون مدیر محمدهاشم مهربان وايي، د کورونا خپرېدو د زده‌کوونکو پر زده‌کړو ناوړه اغېزې کړي او پر دغه ویروس د اخته کېدو له وېرې ښوونځي ته د تګ زړه نه ښه کوي.

کندهار کې یو ښوونکی زبیراحمد زاهد وايي، کورونا ویروس یوه بیولوژیکي ښکارنده (پدیده) ده چې په ټوله نړۍ کې یې د خلکو پر ټولنیزو چارو ناوړه اغېزې کړې دي.

په همدې حال کې د یوه زده‌کوونکو پلار چې زوی یې په اشنا ښوونځي کې زده‌کړې کوي وايي، که څه هم کورونا ویروس یې پر ماشومانو منفي اغېزې کړي، خو په وینا یې، اوس په ښوونځیو کې د دغه ویروس د مخنیوي لاروچارو په اړه ورته لارښوونې او سپارښتنې کوي.

کورونا  نه یوازې په افغانستان کې خلکو ته ځاني، مالي او اقتصادي زیانونه اړولي، بلکې د نړۍ د ډېری هېوادونو اقتصاد یې له ماتې سره مخامخ کړی چې بېرته پر پښو درېدل به یې کلونه وخت ونیسي.

کورونا ناروغي چې په لومړي ځل د چین په ووهانګ ښار کې را پیدا شوه، اوس یې لمنه نږدې ټولې نړۍ ته غځېدلې چې له امله یې زر ګونه کسان مړه او میلیونونه نور لا هم پر دې ناروغي اخته شوي دي.

څانګه راډیو‌-‌کندهار


دغه راپور د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ جوړ شوی دی. د منځپانګې مسوولیت یې یوازې د څانګې راډیو پر غاړه دی او د اروپايي ټولنې لیدلوری نه ښيي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام