Asset 1SWN

میدان‌وردګ کې ټرافیکي پېښې څلور کسان مړه کړي او درې ټپیان دي

میدان‌وردګ

د میدان‌وردګ په دایمیرداد ولسوالي کې د ټرافیکي پېښې له امله څلور کسان مړه شوي او درې نور ټپیان دي.

پېښه نن شنبه د زمري ۲۱مه د یوه ټراکټور موټر د چپه‌کېدو له امله رامنځته شوې ده. د پېښې لامل د سړک خرابوالی ښودل شوی.

د سلام‌وطندار پښتو برخه دلته وڅارئ

د میدان‌وردګ د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس فیض‌الله جلالي سلام‌‌وطندار ته ویلي چې دغه پېښه د یوه ټراکټور د چپه‌کېدو له امله رامنځته شوې چې پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون څلور کسان مړه شوي او درې نور ټپيان دي.

د جلالي په وینا، په ټپيانو کې د یوې مېرمنې روغتیایي حالت نازک ښودل شوی او دا مهال روغتون کې تر درملنې لاندې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

 له دې وړاندې هم دغه ولایت او د هېواد په نورو سیمو کې هم ورته ټرافیکي پېښې رامنځته شوي چې د ډېری پېښو لامل یې د سړکونو خرابوالی، د موټر چلوونکي بې‌احتیاطي او له ټرافیکي قوانینو سره د موټر چلوونکو نه بلدتیا په ګوته شوې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام