د نهرسراج اوسېدونکي: ښوونځي نه‌لرو او ماشومان مو جومات کې زده‌کړې کوي

د هلمند د نهرسراج ولسوالي اوسېدونکي وايي، د ولسوالي په کچه یوازې یو ښوونځی لري چې ودانۍ یې د تېرو جګړو پر مهال ویجاړه شوې ده.

 د یادې ولسوالي اوسېدونکو سلام‌وطندار ته وویل چې ماشومان یې د ښوونځیو نشتون له امله جوماتونو کې له ملا امامانو څخه لومړنۍ زده‌کړې کوي.

یونان کې ځنګلي‌‌اور؛ اتلس سوځېدلي جسدونه موندل شوي

د یونان په بېلابېلو سیمو کې د ځنګلي‌اور پراخېدو سره هم‌مهاله د یاد هېواد په شمال ختیځ کې اتلس سوځېدلې جسدونه موندل شوي دي.

ګومانن کېږي چې دغه جسدونه به د کډوال وي چې هڅه یې کوله د ځنګل له لارې د اروپايي ټولنې غړیو هېوادونو ته ځان ورسوي.

افغانستان کې ۶۰ نوې لرغونې سیمې پېژندل شوي

د اطلاعات او فرهنګ وزارت مسوولان وايي چې د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د ۱۰۰ سیمو سروې شوې چې له ډلې یې ۶۰ نوې لرغونې سیمې پېژندل شوي دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین عتیق‌الله عزیزي دغه څرګندونې پرون سه‌شنبه د زمري ۳۱مه ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې کړې دي.

بادغیس کې د ۳۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د څښاک اوبو پروژې پیل شوې

د بادغیس محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په یو‌شمېر ښوونځیو کې د څښاک پاکو اوبو د برابرولو اووه پروژې پیل شوې دي.

د دوی په وینا، دغه پروژې د یونېسف په مالي ملاتړ مرکز قلعه‌نو او ولسوالیو کې پیل شوي چې په لمریزې برښنا به سمبال وي.

د جوزجان-بلخ پر لویه لاره ټرافیکي پېښه؛ اووه کسان مړه او دوه ټپیان شوي

د بلخ محلي مسوولان وايي چې د جوزجان-بلخ پر لویه لاره د ټرافیکي پېښې له امله اووه کسان مړه شوي او دوه نور ټپیان دي.

د بلخ د عامې روغتیا ریاست ویاند خیرالله خیرخواه وايي چې دغه پېښه دوشنبه د زمري ۳۰مه د یاد ولایت چهاربولک ولسوالي اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.