Asset 1SWN

افغانستان کې ۶۰ نوې لرغونې سیمې پېژندل شوي

F4IYx1FXkAA3c_8

د اطلاعات او فرهنګ وزارت مسوولان وايي چې د تېر یوه کال پر مهال د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د ۱۰۰ سیمو سروې شوې چې له ډلې یې ۶۰ نوې لرغونې سیمې پېژندل شوي دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین عتیق‌الله عزیزي دغه څرګندونې پرون سه‌شنبه د زمري ۳۱مه ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې کړې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي وویل: «د لوګر د مسک‌ عینک د لرغونو سیمو ساتنه، همداراز له ننګرهار څخه ملي موزیم ته د تشخیص لپاره د نقرې ۳۲۸۰ سکې لېږدولي دي.»

بل‌خوا د اطلاعات او فرهنګ وزارت مسوولانو په یاد پروګرام کې وویل چې خبریالانو ته یې اطلاعاتو ته د لاسرسي زمینه برابره کړې ده.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو چارو معین حیات‌الله مهاجر فراهي وايي چې د خبریالانو د هویت پېژندنې لپاره د یاد وزارت له لوري د خبریالۍ کارټونو د وېش بهیر روان دی.

نوموړي وویل: «اوس اطلاعاتو ته د لاسرسي زمینه ټولو خبریالانو ته برابره شوې او د خبریالانو د هویت پېژندنې لپاره د کارټونو د وېش لړۍ روانه ده.»

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست مسوولانو ټينګار وکړ، هغه خبریالان چې له خبریالۍ پرته د نور کړنو له امله زنداني شوي، قضیې یې عدلي او قضايي بنسټونو ته سپارل شوي دي.

د یاد وزارت سرپرست خیرالله خیرخواه وویل: «ا.ا هېڅ خبریال د خبریالۍ له امله نه دی نیولی، البته یو‌شمېر خبریالان د خبریالۍ له کارونو جدا نیول شوي دي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولان همداراز وايي چې تېر یوه کال کې یې ۳۷۱۰۰۰ کورني ګرځندویان او ۱۵۰۰ بهرني ګرځندویان ثبت کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام