Asset 1SWN

میدان‌وردګ کې یوه لرغونې سیمه کشف شوې

ثلسق

د میدان‌وردګ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي وايي، د دغه ولایت مرکز بهسودو ولسوالي په «علي‌سنګ» سیمه کې یوه لرغونې سیمه کشف شوې چې سلګونه کاله تاریخي مخینه لري.

د میدان‌وردګ ولایت مقام له لوري سلام‌وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست یوه پلاوی د مرکز بهسودو ولسوالي «علي‌سنګ» سیمې څخه لیدنه کړې او لومړیو څېړونو په ډاګه کړې چې یاده سیمه یوه تاریخي سیمه ده او باید د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په لرغونو سیمو ارشیف کې رسمي ثبت شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خبرپاڼه د میدان‌وردګ د والي قاري بختیار معاذ له قوله لیکې چې امنیتي ځواکونه به له یادې سیمې څخه په سمه توګه ساتنه کوي او چا ته به اجاره نه ورکول کېږي چې دې سیمه کې کیندنې وکړي.

نوموړي د میدان‌وردګ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته دنده سپارلې، څو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه د لرغونو سیمو  یوه ډله کارپوهان دغه ولایت ته را وغواړي او د یادې سیمې په تړاو نورې پلټنې هم وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د میدان‌وردګ اوسېدونکي هم له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه غواړي چې د یادې سیمې په تړاو پراخې پلټنې وکړي او د ساتنې لپاره یې کوټلي ګامونه پورته کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام