د میدان‌وردګ یوشمېر فرهنګیانو او اوسېدونکو سلام‌وطندار ته ویلي چې مرکز میدان‌ښار، نرخ، جلریز، سیداباد، چک او بهسودو ولسوالیو کې ډېری تاریخي سیمې د نړېدو له ګواښ سره مخ دي.

دوی زیاته کړه چې ځینې دغه سیمې د جګړو له امله زیانمنې شوي او ځینې یې هم د خلکو له‌خوا په خپل‌سري توګه راسپړل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د میدان‌وردک اوسېدونکي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه غواړي چې د تاريخي سیمو د بیارغونې، ساتنې او له غصب څخه د مخنیوي په طرحه کار وکړي.

د میدان‌وردګ محمدالله دانش وویل: «میدان‌وردګ کې ګڼ‌شېر تاریخي سیمې، تاریخي اثار، استوفې، تاریخي اثار لري چې تېرو څو کالونو کې د جګړو له امله له‌منځه تللي. دولت باید تاریخي سیمو ته جدي پاملرنه وکړي او بیارغونه یې پيل کړي، یو له دغه سیمو د نرخ ولسوالي تر ځمکې لاندې د الغتا ښارګوټی دی.»

د دوی په وینا، که نرخ ولسوالي کې د «الغتا» په نوم د ځمکې لاندې ښارګوټي ساتنه ونه‌شي، هغه به هم ویجاړ او د خلکو له لوري غصب شي.

د میدان‌وردګ د اطلاعاتو او فرهنګ رییس صفي‌الله راید هم مني چې دغه ولایت کې تاریخي سیمې د نړېدو خطر سره مخ دي خو وايي، د تاریخي سیمو بیارغونې لپاره یې هڅې پیل کړي.

نوموړي وویل: «میدان‌وردګ کې ۷۶ تاریخي سیمې له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره ثبت دي. ډېری تاریخي سیمې ویجاړې شوي. دغه تاریخي سمې بیارغونې او ساتنې ته اړتیا لري، همدارنګه د الغتا د ځمکې لاندې ښار ګوټی دی چې یوازې ساتنې ته اړتیا لري.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

میدان‌وردګ کې ۷۶ تاریخي سیمې د اطلاعاتو او کلتور ریاست سره ثبت دي چې د فرهنګ‌پالانو په وینا، ډيری یې د نړېدو خطر سره مخ دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام