کندهار کې د کورونو نړېدو پېښه کې دوه کسان مړه شوي
په کندهار کې د تېرو پرلهپسې دوو ورځو سختو بارانونو یوشمېر کورونه نړولي او له کبله یې دوو کسانو خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی. د دغه ولایت مسوولان د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې له راوتلو سېلابونو څخه د سلګونو کسانو د ژغورلو خبر هم ورکوي.