Asset 1SWN

د قلعه‌زال اوسېدونکي: د کندوز پر سیند نړېدلی پُل دې ورغول شي

۲۰۲۲۱۲۱۰_۱۲۳۳۱۸

د کندوز د قلعه‌زال ولسوالي اوسېدونکي د هغه پُل له ورانېدو شکایت لري چې د کندوز پر سیند جوړ شوی او د قلعه‌زال ولسوالي مرکز د دغې ولسوالي له نورو سیمو سره نښلوي.

دغه پُل چې ۱۲۰ متره اوږدوالی او ۷ متره سور لري، ۸ کاله وړاندې د جګړو پرمهال د ماین چاودنې له امله ویجاړ شوی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د قلعه‌زال ولسوالي اوسېدونکي د اسلامي امارت له مسوولانو او همکاره موسسو غواړي چې د دغه پُل د بیاځلې رغولو لپاره اقدام وکړي.

د قلعه‌زال ولسوالي اوسېدونکي بسم‌الله وویل: «موږ ډېرو ستونزو سره مخ یوو. موږ د کښتۍ په مرسته له سند هغې خوا اوړو.  د ډاکټر او نورو توکو د اړتیا پر وخت له ګڼو ستونزو سره مخ یوو. ځکه کښتۍ د شپې له‌خوا نه وي او د ورځې هم کله نه وي. دې کښتیو په ستونزو هغې خوا اوړو.»

په ورته وخت کې د قلعه‌زال ولسوالي قومي مشر خیرالدین وویل، د پُل نړېدو له امله خلک تر ډېره ژمي او پسرلي کې له ستونزو سره مخ وي.

د هغه په وینا، دغو دوو فصلونو کې د بارانونو او سېلابونو له کبله خلک نه شي کولی چې د کښتیو له لارې سیند څخه تېر شي.

هغه وویل: «موږ غواړو چې دغه پُل بېرته ورغول شي، که موسسه یې جوړوي او که دولت باید جوړ شي چې له هرې موضوع مخکې باید دې ستونزې ته رسېدنه وشي. موږ بې‌وزله یو او دې سړو ورځو او ډېرو اوبو کې له دې کښتیو د تګ راتګ لپاره استفاده کوو.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د دغې موضوع په اړه د کندوز د ځايي مسوولانو د نظر پر اخیستلو بریالي نه‌شو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام