د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) ویاند جان اف کربي ويلي، هغه چورلکې به اسلامي امارت ته نه سپارل کېږي چې پر افغانستان د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته ازبکستان او تاجکستان هېوادونو ته انتقال شوي دي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند دا څرګندونې پرون په یوه خبري غونډه کې کړي دي. هغه ویلي، تراوسه د دې چورلکو د برخلیک په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خو کربي ټینګار کړی، « فکر کوم داسې باید وانګېرو چې دا به افغانستان ته بېرته نه استول کېږي، چې اسلامي امارت یې وکاروي».  دغه چورلکې پر افغانستان د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته افغان پوځ ځینې پیلوټانو ګاونډیو هېوادونو تاجکستان او ازبکستان ته بیولې دي.

د یادونې وړ ده چې څوموده وړاندې د اسلامي امارت د دفاع سرپرست وزیر ملا محمديعقوب مجاهد په یوه غونډه کې له دغو هېوادونو څخه وغوښتل چې دغه پوځي چورلکې په ډېر درنښت بېرته افغانستان ته وسپاري.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د دفاع سرپرست وزیر ویلي و چې دا چورلکې د افغانستان د خلکو شتمني ده او اسلامي امارت اجازه نه ورکوي چې دغه هېوادونه له دغو چورلکو څخه استفاده وکړي.

محمدیعقوب دغو هېوادونو ته په خطاب کې وویل: ” زموږ طیارې او زموږ جهازونه، هلیکوپټـر دي، که هر څه دي، هغه دې بېرته هېواد ته راولي. که یې نه راولي، بیا موږ کولای شو چې خپل د وس مطابق عکس العمل وښیو. ډېره حوصله مو کړې ده،‌ ډېر صبر مو کړی دی، نوره زموږ حوصله تمامېږي”.

دغه راز، د امریکا د دفاع وزارت ویاند خبریالانو ته ویلي چې د پنټاګون ماموریت د امریکا د دفاع په شمول د هر هغه تروریستي ګواښ پر وړاندې مبارزه ده چې په افغانستان کې رامنځ ته کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام