د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد یوه اعلامیه کې ویلي، د دفاع وزارت د مرستیال ملا محمدفاضل مظلوم په مشرۍ یې د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو او د استخباراتو ریاست ځواکونو د کابل او څو نورو نیږدې ولایتونو په ځينو سیمو کې پراخ چاڼیز عملیات پيل کړي دي.

د دغو عملیاتو موخه یادو سیمو کې د هغو غلو، تښتونکو، ورانکارو عناصرو او نورو مجرمینو نیول او له منځه وړل ښودل شوي، چې له وړاندې د امنیتي ځواکونو لخوا کشف او څارل شوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

اعلامیه کې ویل شوي چې د دغو عملیاتو پرمهال به هيڅ ملکي کس او کور ته زیان نه رسیږي او ټول احتیاطي تدابیر یې په نظر کې نیول شوي دي.

اسلامي امارت د یادو ولایتونو له اوسېدونکو غوښتنه کړې، چې امنیتي ځواکونو سره د معلوماتو په ورکولو کې مرسته وکړي، ځکه دغه عملیات د هغوی، کابل ښاریانو، سوداګرو او نورو هیوادوالو د لا ښه امنیت او ډاډ لپاره په لاره اچول شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام