نوې ګومارنې؛ ۲۰ تنه په لوړو بستونو کې ګومارل شوي دي

د اسلامي امارت چارواکو په وزارتونو، قول اردوګانو او ځینو نورو دولتي ادارو کې په لوړو پوځي او ملکي بستونو کې د ۲۰ تنو د ګومارلو په اړه یو نوملړ خپور کړی. د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په ټویټر کې ویلي چې دغه ګومارنې د اسلامي امارت د مشر هبت‌الله اخوندزاده د فرمان پر بنسټ شوي دي.

اسلامي امارت په کابل او شاوخوا ولايتونو کې چاڼيز عمليات پيل کړي  

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد یوه اعلامیه کې ویلي، د دفاع وزارت د مرستیال ملا محمدفاضل په مشرۍ یې د کورنیو چارو او دفاع وزارتو او د استخباراتو ریاست ځواکونو د کابل او څو نورو نیږدې ولایتونو په ځينو سیمو کې پراخ چاڼیز عملیات پيل کړي دي.

د اوکراين په اړه د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه؛ ښکېل لوري دې له زغم نه کار واخلي

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه کې ویلي چې اوکراین کې وضعیت له نیږدې څاري او احتمالآ جګړه کې د تلفاتو رامنځ ته کېدو ته اندېښمن دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن (جمعه د کب په شپږمه) یوه خبرپاڼه کې د جګړې له ښکېلو خواوو د زغم غوښتنه کړې ده.