د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه کې ویلي چې اوکراین کې وضعیت له نیږدې څاري او احتمالآ جګړه کې د تلفاتو رامنځ ته کېدو ته اندېښمن دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن (جمعه د کب په شپږمه) یوه خبرپاڼه کې د جګړې له ښکېلو خواوو د زغم غوښتنه کړې ده.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې دواړه خواووې دې له داسې دریځونو چې د جګړې لامل کیږي ډډه وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې د اسلامي امارت سرپرست حکومت د بې‌طرفۍ سیاست پر اساس له اوکراین او روسیې غواړي چې اوسنی بحران د خبرو او سولې له لارې حل کړي.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند دغه خبرپاڼه کې له ښکېلو خواوو غوښتي چې اوکراین کې د مېشتو افغان زده‌کړیالانو او مسافرینو ژوند ته پام وکړي.

دا داسې مهال دی چې پر اوکراین د روسیې برید دویمې ورځې ته غځېدلی. د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي ویلي چې د دولت ترلاسه کړي اطلاعات یې ښيي چې روسي ځواکونه او خراب‌کاره ډلې د دغه هېواد پلازمینې کي‌یف ته دننه شوي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اوکراین بهرنیو چارو وزیر هم کي‌یف ښار کې د «وحشت‌ناکه توغندیزو بریدونو» خبر ورکړی دی.

دې سره اوکرایني رسنیو ویلي چې د روسیې برید په لومړۍ ورځ ۱۳۷ اوکرایني اتباع چې پوځیان او ملکي وګړي دواړه په کې شامل دي وژل شوي او ۳۱۶ نور ټپیان دي.

همداراز اوکرایني چارواکو ادعا کړې، چې د روسیې پوځیانو ته یې هم تلفات وارد کړي او څو جنګي الوتکې، موټر او ټانګونه یې ور خراب کړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام