کندهار کې د دیني عالمانو، قومي مشرانو، د مخکیني حکومت د یو‌شمېر چارواکو او سلګونه نورو کسانو په ګډون د دیني عالمانو غونډه نن پیل شوه.

د افغانستان ملي راډیو ټلوېزیون پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې په دې ناسته کې شاوخوا ۳۰۰۰ کسانو ګډون کړی چې پر یو لړ ملي مسایلو به خبرې وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي یادې ناستې ته د خپلې وینا پرمهال پر نړیوالو غږ وکړ چې افغانستان د خپلې خوښې حکومت جوړولو ته پرېږدي.

امیرخان متقي یو ځل بیا وویل چې اسلامي امارت له نړیوالو ښه تعامل غواړي او دوی هم ترې غوښتنه کوي چې د اسلامي امارت سرپرست حکومت په رسمیت وپېژني.

په همدې حال کې د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت سرپرست محمد خالد حنفي دې غونډې کې وویل چې اسلامي امارت خپل مشروعیت ترلاسه کړی او زرګونو دیني عالمانو، قومي مشرانو او نورو د اسلامي امارت له مشر سره بیعت کړی دی.

خالد حنفي وویل: «مشروعیت نور څه ته وايي، کابل کې زرګونو علماوو، قومي مشرانو او متنفذینو له امیرالمؤمنین سره بیعت وکړ، لسګونه سوداګرو ورسره وکتل او ملاتړ یې اعلان کړ. نور مشروعیت څنګه وي.»

ویل کېږي چې په دغه ناستې کې به د اسلامي امارت مشر هبت‌الله اخند‌زاده هم ګډون وکړي. د دغه ناستې موخه د ا.ا له نظام څخه ملاتړ ښودل شوی دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

اسلامي امارت له دې وړاندې هم په کابل کې د دیني عالمانو غونډه جوړه کړې وه چې درې ورځې یې دوام وکړ. د یادې ناستې ګډونوالو په یوه ۱۱ ماده‌ییز پرېکړه‌لیک کې د اسلامي امارت له نظام څخه خپل ملاتړ اعلان کړی و.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام