د چارو یو‌شمېر شنونکي وايي چې واک ته د اسلامي امارت له بیارسېدو نږدې یوولس میاشتې تېرېږي، خو لا هم اوسنی سرپرست حکومت نه دی توانېدلی چې په اقتصادي او ښې حکومتولۍ برخه کې لاسته راوړنې ولري.

د سیاسي چارو شنونکي خلیل احمد نادم وايي، له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې بشردوستانه مرستې د اسلامي امارت تعامل پورې تړلي، که د اسلامي امارت تعامل د منلو وړ نه وي، نړیواله ټولنه به افغانستان سره د مرستو له کولو ډډه وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

بل‌خوا د چارو یو‌شمېر نور شنونکي بیا وايي چې اسلامي امارت د خپلې واکمنۍ په یوولس میاشتو کې له نړیوالې ټولنې سره په تعامل کې پاتې راغلی او دې موده کې یې هېڅ لاسته راوړنه نه درلودله.

د شنونکو په باور، نړیوالو قوانینو او کنوانسیونونو او د خلکو غوښتنو ته د اسلامي امارت د مشرانو نه اطاعت، د دې لامل شوی چې افغانستان د انزوا لور ته لاړ شي.

د چارو شنونکی عزیز معارج وايي چې اسلامي امارت په تېرو یوولس میاشتو کې له نورو هېوادونو سره د تعامل په برخه کې ناکام و او هېڅ لاسته راوړنه نه لري.

په همدې حال کې د افغانستان د عدالت او توسعې ګوند رییس سیدجواد حسیني له نړیوالې ټولنې سره د اسلامي امارت د نه تعامل په اړه خبرداری ورکوي. د نوموړي په وینا، نړۍ سره د اسلامي امارت نه تعامل به د افغانانو پر اقتصادي او سیاسي وضعیت منفي اغېز وکړي.

 سید‌جواد حسیني زیاتوي چې اسلامي امارت نه یوازې نړیوالې ټولنې، بلکې د افغانانو پروړاندې هم ښه سیاست نه لري. نوموړی وایي، د بشر او ښځو حقونو درناوی او د ټول‌ګډونه حکومت جوړول، هغه غوښتنې دي چې خلک یې له اسلامي امارت لري او باید ورته غاړه کېږدي.

د چارو د شنونکو دغه څرګندونې په داسې حال کې دي چې پرون په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر دغه هېواد د نجونو ښوونځیو پر بیاپرانستلو ټينګار کړی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

یوناما ویلي، که له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي بېرته پرانستل نه شي، نړیواله ټولنه به پر افغانستان خپلې مرستې بندې کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام