د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د نړیوالې ټولنې له لوري د افغانستان د «هېرولو» بدو پایلو په اړه خبرداری ورکړی او په دغه هېواد کې یې د کډوالو لپاره د حل‌لارې موندلو پر ارزښت ټینګار کړی دی.

د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو کمېشنر فیلیپو ګرنډي افغانستان ته د خپل سفر پر مهال له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د تاریخ په دې حساس پړاو کې د افغانستان د ملاتړ په  برخه کې پر خپلو ژمنو ودرېږي.

د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د جینوا غونډې له پرانېستل کېدو سره هم‌مهاله د افغان کډوالو، بې‌ځایه شویو او بېرته ستنېدونکو کسانو پر جدي ملاتړ ټینګار کړی دی.

فیلیپو ګرنډي افغانستان ته د خپل سفر پر مهال کابل، بامیان او پروان ولایتونو ته تللی دی.

د یادې کمېشنرۍ له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د افغانانو پر وړاندې د تاوتریخوالي، وژلو، معلولولو، ترور او ملکي وګړو د بې‌ځایه کېدو پر کموالو ټینګار شوی دی.

په خبرپاڼه کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنر له قوله لیکل شوي چې میلیونونه افغانان د سولې خبرواترو پایلو او له دغه هېواده د نړیوالې ټولنې ملاتړ ته سترګې پر لاره دي.

ګرنډي ویلي: «په دواړو حالاتو کې ناکامي به د دې لامل شي چې افغانستان له بدو پایلو، لکه د بې‌ځایه کېدو پراخې کچې سره مخ شي. په تېرو لسیزو کې څو ځله د دغو پېښو شاهدان یو. دغه له ناورین نه ډکه سناریو په سختو امنیتي او لوجستیکي شرایطو کې د پام وړ بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.»

په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې په ۲۰۲۰ کال کې د جګړو له کبله نږدې درې‌سوه زره افغانان بې‌ځایه شوي دي.

یادې کمېشنرۍ ټینګار کړی چې «کورني بې‌ځایه شوي د مخکینیو درې میلیونه بې‌ځایه شویو او هغو نهه میلیونه نورو کسانو په څېر چې د کورونا ویروس د خپرېدو ناورین په دوام یې د ژوند امکانات له لاسه ورکړي، بشردوستانه ملاتړ ته اړتیا لري.»

ګرنډي د دغه سازمان له لوري د سیمې هېوادونو کې د هغو ۲،۴ میلیونه افغان کډوالو پر ملاتړ ټینګار کړی چې قانوني سندونه لري.

نوموړي په ایران او پاکستان کې د مېشتو افغانانو لپاره د سندونو د وېش په اړه دوه‌اړخیز بحثونه ستایلي او ویلي یې دي: «دا چې دولتونه هڅه کوي، څو تګ‌راتګ په انساني، عادلانه، خوندي او اغېزناک ډول تنظیم کړي، دا پروسه باید دوام وموي او د درې واړو هېوادونو‌-‌ افغانستان، ایران او پاکستان له لوري یې ملاتړ وشي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام