د اوکراین بهرنیو چارو وزیر دیمتري کولبا پر دغه هېواد د روسیې د برید خبر ورکړی. هغه پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین پر وړاندې بریدونه پیل کړي دي.

د اوکراین بهرنیو چارو وزیر په وینا، «دا یرغلګر بریدونه دي؛ خو اوکراین به له ځانه دفاع وکړي.» هغه له نړیوالو غوښتي چې د روسیې مخه ونیسي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې رسنیو رپوټ ورکړی چې د اوکراین پلازمینه کييف کې د پنځو ـ شپږو چاودنو غږ اورېدل شوی. د رپوټونو پر اساس، د اوکراین یوه دولتي چارواکي تایید کړې چې هوايي او نظامي اډې یې تر برید لاندې راغلي دي.

تر دې مخکې د روسیې ولسمشر یوه ټلویزیوني وینا کې د اوکراین دونباس سیمه کې د خپلو نظامي عملیاتو د پیلولو خبر ورکړی وو. هغه د اوکراین ختیځه سیمه کې د دغه هېواد له سرتېرو څخه غوښتي وو چې خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي او کورونو ته ستانه شي.

د روسیې ولسمشر اوکراین ته خبرداری ورکړی وو چې د وینې تویېدو مسوولیت به د دغه هېواد په غاړه وي.

په همدې حال کې د امریکا ولسمشر جوبایډن د یوې بیانیې په خپرولو سره روسیه پر اوکراین د برید په دلیل د مرګژوبلې او ویجاړۍ مسووله بللې او ویلي، امریکا او متحدین به یې روسیې ته قاطع ځواب ورکړي او مسکو به ځواب ویونکی کړي.

جو بایډن ویلي چې د شپې په اوږدو کې به خپل امنیتي ټیم سره په ګډه شرایط تر نظر لاندې ولري او د پنجشنبې په سهار به د ۷ ډلې مشرانو سره خبرې وکړي. هغه ټینګار کړی چې د ۷ ډلې مشرانو سره د خبرو پرمهال به مسکو ته د واشنګټن ځواب په اړه خپله پرېکړه د متحده ایالتونو وګړو ته اعلان کړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ورته وخت کې د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ پر اوکراین د روسیې برید بې‌ادبي او د نړیوالو حقونو ښکاره نقض بللی دی. هغه پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د روسیې برید د اروپا ـ اتلانتیک امنیت پر وړاندې جدي ګواښ دی.

ټاکل شوې ناټو د دغه برید پر وړاندې د غبرګون څرنګوالي په اړه د بحث لپاره یوه غونډه ترسره کړي. دې سره د اوکراین وضعیت په اړه د ملګروملتونو د امنیت شورا بېړنۍ غونډه هم پیل شوې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام