د امریکا او کاناډا د بهرنیو چارو وزارتونو اوکراین کې شته ګواښونو ته په پام له خپلو وګړو غوښتي چې ژر تر ژره دې له دغه هېواد څخه ووځي.

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په پام کې لري، نن په کیف کې د امریکا سفارت له ټولو کار کوونکو وغواړي چې له اوکراینه ووځي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دې موضوع په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي، خو مخکې یې په کیف کې د سفارت د کار کوونکو د کورنیو غړو ته له اوکراینه د وتلو سپارښتنه کړې وه.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بل‌خوا د اناتولي خبري اژانس د راپور له مخې، د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت  هم نن د روسیې د ګواښونو او د وسله‌والې نښتې د ګواښ له کبله اوکراین کې له خپلو وګړو غوښتي چې دغه هېواد پرېږدي.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې ملاني جولي ویلي، د اوکراین وضعیت څاري او ټول کاناډايي وګړي دې له اوکراین څخه د وتلو تابیا ونیسي. د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې ویلي، چې اوکراین کې خپل ډیپلوماټيک فعالیت ته دوام ورکوي؛ خو ممکن تر ډېره دا فعالیت محدود شي.

په وروستیو کې واشنګټن په وار- وار خبرداری ورکړی چې روسیه پر اوکراین احتمالي یرغل ته ځان چمتو کوي، خو مسکو دا تور نه مني.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

امریکا او کاناډا په داسې حال کې خپلو وګړو ته له اوکراین څخه د وتلو خبره کوي چې د لوېدیځو استخباراتي چارواکو په وینا، روسیه ښايي ډېر ژر پر اوکراین یرغل وکړي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام