د روسیې رسنیو خبر ورکړی چې د پخواني شوروي اتحاد وروستی مشر میخایل ګورباچوف د روانې اګېسټ میاشتې په دېرشمه، د سه‌شنبې ورځ د ۹۱ کلونو په عمر د روسیې په مرکز مسکو کې مړ شوی دی.

د روسي رسنیو د راپور له مخې، نوموړی «د اوږدې او سختې ناروغۍ» له کبله د مسکو په مرکزي روغتون کې مړ شوی دی.

میخایل ګورباچوف چې له ۱۹۸۵ نه تر ۱۹۹۱ کلونو پورې د پخواني شوروي اتحاد ولسمشر و، د شلمې پېړۍ یوه تر ټولو بانفوذه سیاسي څېره ګڼل کېدله.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه د پخواني شوروي اتحاد د پاشل کېدو پر مهال د نړۍ د دغه زبرځواک مشري پر غاړه لرله. هغه مهال چې د شوروي اتحاد له جوړېدو څه باندې ۷۰ کلونه تېر شوي وو، د اسیا او ختیځې اروپا ډېرې برخې د دغه اتحاد تر واکمنۍ لاندې وې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام