ولسمشر محمد اشرف غني نن د بلخ ولایت د امنیت وضعیت د ارزونې په موخه دغه ولایت ته سفر کړی او تمه وه چې رسنۍ د نوموړي دغه سفر ته خبري پوښښ وکړي، خو په دغه ولایت کې خبریالانو ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې د ولسمشر دغه سفر ته خبري پوښښ وکړي.
په بلخ کې یوشمېر خبریالان د ولسمشر دغه کار اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون څخه ښکاره سرغړونه بولي او وایي چې د بندو دروازو ترشا د لیدونو او غونډو جوړول، پر رسنیو د بندیزونو ښکارندوینه کوي.
سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د بلخ یو خبریال طاهر سدید وایي، په داسې حال کې چې ناامنۍ او جګړې د دغه ولایت د ښار تر دروازو رارسېدلي، د ولسمشر دغه سفر کېدای شي له لاسته راوړنو ډک وي. خو د بندو دروازو ترشا د ولسمشر د ننني سفر د غونډو جوړېدل، د دې ښکارندوینه کوي چې ولسمشر اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پلي کولو ته ژمن نه دی او نه غواړي خپل د سفر اجنډا له خلکو سره شریکه کړي.
په ورته مهال د بلخ د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسوول محمدبشیر انصاري هم د ولسمشر دغه کار له قانون څخه سرغړونه بولي او وایي چې ولسمشر په دې کار سره خپل ټيټ پوړه چارواکو ته هم له قانون څخه د سرغړونې زمینه برابروي.
- د خبريال په ورځ يوه خبريال سره د ولسمشر د ساتونکيو چلند؛ رييس جمهور ولسي احساساتي شو؟
- د ولسمشر له لوري د ولايتي ویاندويانو د بست لغوه کولو پر وړاندې غبرګونونه
- د هرات خبريالانو د جمهوري رياست خبري ناسته تحريم کړه
نوموړی وایي چې د بلخ اوسېدونکي په یوه ناسم امنیتي وضعیت کې دي او دې ته په مه وو چې ولسمشر د دغه ولایت د امنیت په اړه دوی څه ډاډ ورکوي.
نوموړي زیاته کړه: «ولسمشر په خپله اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون سرغړونکی دی. کله چې ولسمشر له دغه قانون څخه سرغړونه کوي، نو مونږ له نورو څه ګېله وکړو. مونږ د ولسمشر له دغه کار څخه ناخوښ یو او ګیله ترې لرو.»
له زیاتو هڅو سره-سره بریالي نه شو چې په دې اړه د ولسمشر د ویاندویانو نظر هم له ځان سره ولرو. ویلي کېږي چې ولسمشر بلخ ولایت ته د خپل سفر پرمهال د دغه ولایت له محلي چارواکو سربېره له عطامحمد نور سره هم د بندو دروازو ترشا لیدلي دي.