له هغه وروسته چې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د روان کال د سپټمبر میاشتې په یوولسمه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د امریکا د ولسمشر جو بایډن د پرېکړې په اړه راپور خپور کړ، طالبانو ویلي، تر هغه چې بهرني ځواکونه له افغانستانه ونه وځي، دا ډله به په هېڅ هغې غونډه کې چې د افغانستان په اړه په‌کې پرېکړه کېږي، ګډون ونه کړي.

په قطر کې د طالب ډلې د سیاسي دفتر ویاند محمدنعیم دا دریځ پر خپل ټویټر لیکلی دی. واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د هغو امریکايي چارواکو له قوله چې د جو بایډن د پلان په اړه معلومات لري، راپور ورکړی چې امریکايي سرتېري به د روان کال د سپټمبر میاشتې تر یوولسمې له افغانستانه راوباسي. د دغه راپور پر بنسټ، ټاکل شوې د امریکا ولسمشر دا پرېکړه نن اعلان کړي.

اوس شاوخوا ۲ زره او ۵۰۰ امریکايي ځواکونه په افغانستان کې مېشت دي

په همدې حال کې د ولسمشر سلاکار او د عامه سټراټېژیکو اړیکو ادارې رییس وحید عمر پر ټویټر لیکلي چې جو بایډن به ډېر ژر له افغان ولسمشر محمداشرف غني سره ټیلیفوني خبرې وکړي او له افغانستانه د خپلو سرتېرو اېستلو طرحه به هم شریکه کړي. د هغه په خبره، افغان دولت او امریکا تر دې مخکې هم په دې اړه خبرې کړې دي. نوموړي ټینګار کړی چې افغان دولت د امریکايي سرتېرو په اړه د دغه هېواد د هرې پرېکړې درناوی کوي.

وحید عمر زیاته کړې چې افغان ځواکونه له دوو لسیزو راهیسې د خپلو خلکو او وطن دفاع کوي او اوس ۹۸ سلنه عملیات خپله کوي. هغه ټينګار کوي چې امنیتي او دفاعي ځواکونه په راتلونکي کې هم د عملیاتو وړتیا لري او په خپلواک ډول به یې کوي.

ترکیې، قطر او ملګرو ملتونو چې د ترکیې غونډې جوړوونکي دي، پرون د استانبول غونډې نېټه د روانې اپرېل میاشتې له ۲۴مې د مې تر ۴مې پورې اعلان کړه.

دا اعلامیه د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت له لوري چې د استانبول غونډې کوربه‌توب کوي، خپره شوې او په‌کې لیکل شوي چې په یاده غونډه کې به د افغان دولت او طالبانو په ګډون، د سیمې او نړۍ هېوادونه هم ګډون وکړي.

د استانبول غونډې جوړوونکو د دې ناستې موخه د افغان سولې پروسې چټکتیا، په دوحه کې د افغان دولت او طالب ډلې ترمنځ د خپلمنځي خبرو بشپړتیا او یوې عادلانه او تلپاتې هوکړې ته رسېدل یاد کړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام