بې‌وزلۍ په فاریاب کې د یوه کس ژوند واخیست

د فاریاب د قیصار ولسوالي اوسېدونکی صفرمحمد بېګاه د دغه ولایت په مرکز میمنې ښار کې د بې‌وزلۍ او ناروغۍ له کبله په یوه څپره کې مړ شوی دی.
د صفرمحمد خپلوان سیدمامون وايي چې صفرمحمد یو کال مخکې د جګړې له کبله میمنې ته راغلی و او په یوه څپره کې یې ژوند کاوه.

بلخ کې خبریالان د ولسمشر سفر ته د خبري پوښښ لپاره نه دي ورپرېښودل شوي

ولسمشر محمد اشرف غني نن د بلخ ولایت د امنیت وضعیت د ارزونې په موخه دغه ولایت ته سفر کړی او تمه وه چې رسنۍ د نوموړي دغه سفر ته خبري پوښښ وکړي، خو په دغه ولایت کې خبریالانو ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې د ولسمشر دغه سفر ته خبري پوښښ وکړي.

کابل ښار کې چاودنې څلور کسان وژلي او یوولس یې ټپیان کړي

د کابل د امنیې قومانداني ویاند فردوس فرامرز وايي چې نن ماسپښین شاوخوا دوه بجې او پنځوس دقیقې د کابل ښار د لومړۍ ناحیې اړوند په میوند جاده کې چاودنه شوې ده.
د نوموړي په وینا، د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ، په یاده چاودنه کې څلور ملکیان وژل شوي او یوولس نور ټپیان دي.

طالبانو لوګرکې د خوست د ولایتي شورا غړې له ځان سره بیولې

د لوګر ولایت د ولایتی شورا رئیس حسیب الله ستانګزی سلام‌وطندار ته وویل چې نن غرمه شاوخوا یوه بجه د خوست د ولایتي شورا او د ملي مصالحې عالي شورا غړې زهره جلال او یو ساتوونکی یې وسله والو طالبانو له موټره ښکته کړي او نامعلوم ځای ته یې بیولي دي.

افغان حکومت باید د سولې شته فرصت له لاسه ور نه کړي

پخواني ولسمشر حامد کرزي نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې ډېر ژر به د افغان دولت او طالب ډلې ترمنځ د سولې خبرې اترې پیل شي او دواړه لوري باید ژرترژره بېرته د خبرو مېز ته راوګرځي. هغه له افغان حکومت څخه غواړي چې د سولې شته فرصت له لاسه ور نه کړي او طالبان دې هم د هېواد له ویجاړولو لاس واخلي.

طالبان ترکیې ته: که اشغال ته دوام ورکړئ، پروړاندې مو درېږو

طالبانو په افغانستان کې د ترکي سرتېرو د پاتې کېدو پر وړاندې مخالفت ښودلی دی. په اعلامیه کې لیکل شوي چې ترکي چارواکو د امریکا په غوښتنه او هوکړه په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د پرېښودو پرېکړه کړې ده. دغې ډلې ویلي چې افغانستان او ترکیه مذهبي، تاریخي او کلتوري اړیکې لري او باید پر خپله پرېکړه بیاکتنه وکړي.

د طالبانو یوه نفوذي کس فراه کې ۷پولیس وژلي

په فراه کې یوه امنیتي سرچینه سلام‌وطندار ته وایي چې پرون له غرمې وروسته د فراه ښار اړوند په «شپل‌کوه» سیمه کې د وسله‌والو طالبانو یوه نفوذي کس د یوې پوستې ۷ پولیس وژلي دي. د سرچینې په وینا، د وسله‌والو طالبانو دغه نفوذي کس د اوو پولیسو له وژلو وروسته، د پوستې ټول پوځي تجهیزات او وسلې له ځان سره وړي او وسله‌والو طالبانو سره یوځای شوی دی.