طالب ډلې نن د یوې خبرپاڼې له لارې په افغانستان کې د ترکي سرتېرو د پاتې کېدو پر وړاندې مخالفت ښودلی دی. په اعلامیه کې لیکل شوي چې ترکي چارواکو د امریکا په غوښتنه او هوکړه په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د پرېښودو پرېکړه کړې ده.

دغې ډلې ویلي چې افغانستان او ترکیه مذهبي، تاریخي او کلتوري اړیکې لري او د دغه هېواد نظامي حضور به د دواړو ملتونو ترمنځ د دښمنۍ او کرکې لامل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

طالبانو خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې په هر نوم د هر هېواد حضور اشغال دی او پروړاندې به یې ودرېږي او په وینا یې، ترکي چارواکي باید پر خپلې پرېکړې بیاکتنه وکړي.


د ناټو سرمنشي: د کابل هوايي ډګر د ساتلو پر څرنګوالي کار کوو

امریکا له ګواښ سره د کابل مخامخېدو پر مهال خپله هوايي مداخله ارزوي

افغان دولت د ناټو د ملاتړ دوام په اړه د دغه سازمان د اعلامیې هرکلی وکړ


د دغې ډلې په خبره، ترکیې تر دې مخکې ورسره ژمنه کړې وه چې د طالبانو د خوښې خلاف پرېکړه به نه کوي او اوس یې پر خپلې ژمنې عمل نه دی کړی.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تر دې مخکې ویلي و چې په افغانستان کې یې د خپل حضور په اړه پرېکړه کړې ده. نوموړي د چنګاښ په اتلسمه اعلان وکړ چې د ترکیې او امریکا چارواکو په افغانستان کې د ترکیې د راتلونکي مسوولیت په اړه پرېکړه کړې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

تر اوسه په افغانستان کې د ترکي سرتېرو د ماموریت څرنګوالي په اړه ډېر معلومات نشته، خو د کابل هوايي ډګر د امنیت ساتنې مسوولیت ورته سپارل کېږي.

طالب ډلې تر دې مخکې هم خبرداری ورکړی و چې په افغانستان کې د هېڅ هېواد حضور نه مني او د هوايي ډګر په ګډون، د سفارتونو او نورو ځایونو د امنیت ساتل د افغانانو مسوولیت دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام