Asset 1SWN

افغان حکومت باید د سولې شته فرصت له لاسه ور نه کړي

40351850_303

پخواني ولسمشر حامد کرزي نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې ډېر ژر به د افغان دولت او طالب ډلې ترمنځ د سولې خبرې اترې پیل شي او دواړه لوري باید ژرترژره بېرته د خبرو مېز ته راوګرځي.

هغه له افغان حکومت څخه غواړي چې د سولې شته فرصت له لاسه ور نه کړي او طالبان دې هم د هېواد له ویجاړولو لاس واخلي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړی ټینګار کوي چې دواړه لوري باید هېواد له روان وضعیت څخه وژغوري او خپلې ستونزې د خبرواترو له لارې حل کړي.



حامد کرزی د تېرو شلو کلونو لاسته‌راوړنو ته په اشارې وايي چې اوسنی نظام په اسانۍ نه دی جوړ شوی او په هېڅ ډول یې باید چا ته د له منځه وړلو اجازه ور نه کړل شي.

د نوموړي په وینا، افغان وسله‌وال پوځ، پولیس، نظام او نور عامه بنسټونه په ډېر زیار جوړ شوي او باید وساتل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان دولت او طالب ډلې ترمنځ د سولې خبرې اترې له څو میاشتو راهیسې په ټپه ولاړې دي او ترڅنګ یې په بېلابېلو ولایتونو کې جګړې زور اخیستی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام