حامد کرزي د افغانستان د سیاسي ستونزې حل لپاره د ملي خبرو وړاندیز کړی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له خپلو سیمه‌ییزو او نړیوالو سفرونو او هېواد کې سیاسي ناورین څخه د وتلو لپاره ځینو سیاسي او قومي جریانونو سره تر لیدنو وروسته، واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره خبرو کې ویلي، د افغانستان اوسني ناورین څخه د وتلو لپاره ملي خبرو ته اړتیا ده.

حامد کرزی له شاوخوا ۱۶ میاشتو وروسته له هېواده ووت

د مالیې پخواني وزیر حضرت عمر زاخېلوال پر ټویټر له حامد کرزي سره خپل جوړه تصویر خپور کړی او ورسره لیکلي یې دي چې دی او پخوانی ولسمشر له هېواده بهر روان دي.
نوموړي که څه هم نه‌دي ویلي چې حامد کرزی کوم هېواد ته او د څه لپاره روان دی، خو زیاته یې کړې یې ده چې دواړه به ژر بېرته راوګرځي.

کرزی: افغانستان کې د نجونو ښوونځي د پاکستان په امر تړل شوي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي چې په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي د اسلامي احکامو له مخې نه، بلکې دا کار د پاکستان په امر شوی دی. د ا.ا سرپرست حکومت تراوسه د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دغو څرګندونو په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

د کابل په لوېدیځ کې چاودنو ته غبرګونونه؛ یوناما: عاملان یې باید محاکمه شي

د کابل په لوېدیځه سیمه کې نن درېوو پرله پسې چاودنو پراخ ملي او نړیوال غبرګونونه راوپارول. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یا  یوناما نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د کابل په لوېدیځ کې د پرله پسې چاودنو په اړه غبرګون ښودلی او هغه یې غندلې دي. دغه بنسټ   عدالت ته د دغو پېښو د عاملینو د راکاږلو غوښتنه کوي.

کرزی عمران خان ته: افغانستان بهرني کاري ځواک ته اړتیا نه لري 

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د عمران خان د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې افغانستان په کافي اندازه مجرب او پر کار پوه داسې بشري ځواک لري چې په هېواد دننه او بهر یې په بېلابېلو برخو کې لوړې زده‌کړې کړي، نو له همدې امله افغانستان هېڅ بهرني کاري ځواک ته اړتیا نه لري.

افغان حکومت باید د سولې شته فرصت له لاسه ور نه کړي

پخواني ولسمشر حامد کرزي نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې ډېر ژر به د افغان دولت او طالب ډلې ترمنځ د سولې خبرې اترې پیل شي او دواړه لوري باید ژرترژره بېرته د خبرو مېز ته راوګرځي. هغه له افغان حکومت څخه غواړي چې د سولې شته فرصت له لاسه ور نه کړي او طالبان دې هم د هېواد له ویجاړولو لاس واخلي.