د کابل په لوېدیځ کې یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، سلام‌‌وطندار ته ویلي چې ۲۲ ورځې وړاندې د دیارلسمې امنیتي حوزې اړوند په اتفاق ښارګوټي کې د یوې کورنۍ اته ماشومان د لوږې له کبله مړه شوي دي.

د سرچینې په خبره، د یادو ماشومانو پلار څه موده مخکې د سرطان ناروغي له امله مړ شوی او ورپسې یې مور هم د ناچارۍ او ستړي ژوند له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

سرچینه زیاتوي، دغه ماشومان چې څلور یې هلکان او څلور نور یې نجونې وې، په یوه خټین کور کې اوسېدل او د ګاونډیانو په ډوډۍ چې کله کله به یې ورته راوړله، شپې او ورځې تېرولې. سرچینه وايي، یاد ماشومان بالاخره ۲۲ ورځې وړاندې د لوږې له لاسه مړه شول.

د خلکو د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق هم پر خپلې فېسبوک‌پاڼه یوه خبرپاڼه کې د لوږې له کبله د یادو ماشومانو مړه کېدل تایید کړي او زیاته کړې یې ده چې دا پېښه «د هغو کسانو تر واک لاندې سیمه کې شوې چې خپله واکمني اسلامي بولي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نوموړي ویلي چې «د دغو ماشومانو مړه کېدل د طالبانو لپاره د شرم او ننګ ځای دی.» هغه ټینګار کړی چې پر دې پېښې نه یوازې نړۍ ټکان ونه خوړ، بلکې طالبان چې د خلکو د ساتنې او ورته د ژوند د اسانتیاوو برابرولو مسوولیت لري، هم ونه خوځېدل.

که څه هم د دې پېښې په اړه له بېګاه راهیسې پر ټولنیزو رسنیو ډېر غبرګونونه راپارولي، خو د اسلامي امارت چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام