له تیرو دوو ورځو راهیسې د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله‌والو طالبانو له لوري سخته جګړه روانه ده چې بېګاه شپه د یاد ښار اوسېدونکو د هوايي او ځمکنیو بریدونو او ډزو له امله ټوله شپه په ویښه تېره کړې.

د لښکرګاه ښار اوسېدونکي وايي چې د ښار ډېری برخې د وسله‌والو طالبانو لاس ته لوېدلې دي او اوس په مهمو دولتي سیمو کې جګړه روانه ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سیمې خلک وايي، د جګړې دواړه لوري دې پر ملکيانو بریدونه نه کوي او د دوی له کورونو څخه دې د سنګر په توګه کار نه اخلي، ځکه د دوی په خبره، په ښار کې ټول کورونه له عام ولس څخه ډک دي.

په ورته مهال د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار دغه اوسېدونکي زیاتوي چې په هوايي بریدونو او جګړې کې ملکيانو ته مرګ‌ژوبله هم اوښتې چې د جګړې د وېرې له امله د مړو ښخولو لپاره له خپلو کورونو څخه د باندې نه شي راوتلای.

د لښکرګاه ښار یوه اوسېدونکي سلام‌وطندا ته وویل: «د دولت وسله‌وال مخالفین او دولتي ځواکونه د ښار په مختلفو مرکزې سیمو کې په جګړه بوخت دي بېلابېلې حوزې سقوط شوي دي. جګړه ډېره شدیده ده بېګاه شپه ډېر زیات بمبار شوی دی، ملکيان تلفات لري او عام ولسونه ډېر په تکلیف دي.»

په همدې حال کې د لښکرګاه یو بل اوسېدونکی وایي چې ټول کورونه له ملکیانو ډک دي او د جګړې د وېرې له امله له خپلو کورونو بهر نه شي راوتلی. نوموړی زیاتوي چې د ملکیانو مرګ‌ژوبله ورځ تر بلې په ډېرېدو ده او که چېرته دغه وضعیت دوام پیدا کړي او حکومت یې په اړه کوم اقدام ونه کړي، لښکرګاه ښار کې انساني ناورین رامنځ ته شي.

له دې سره په ولسي جرګې کې د هلمند د خلکو استازی او د دې جرګې منشي محمد کریم اتل وايي چې لښکرګاه د مرکز جدي پاملرنې ته اړتیا لري.



هغه وايي، که لښکرګاه ښار ته تازه دمي ځواکونه ونه لېږدول شي، د دغه ښار ټولې سیمې به د وسله‌والو طالبانو لاس ته ولوېږي.

هغه وویل: «زموږ له مرکزي حکومت څخه غوښتنه دا ده چې هر څومره عاجل کولای شي، ژر تر ژره هلمند ته نوي تازه نفسه قطعات ورسېږي، که چېرې ونه رسېږي، لرې به نه وي چې د هلمند ولایت مقام، امنیه قوماندانۍ، د ملي امنیت ریاست ودانۍ چې دا اوس هم جګړه روانه ده دا به د مخالفینو لاس ته ولوېږي او دا جګړه به په یوې ډېرې بدبختې جګړې بدلېږي او د هلمند ولسونه به په دې جګړه ګې سوځي.»

بل‌خوا د ګډو امنیتي بنسټونو ویاند اجمل عمر شینواری هم مني چې هلمند، کندهار او هرات ولایتونه تر لوړ امنیتي ګواښ لاندې دي، خو وایي، دولتي ځواکونه د دې وړتیل لري چې په یادو ولایتونو کې د دولت د وسله‌والو مخالفینو د پرمختګ مخه ونیسي.

هغه وویل: «هرات، کندهار او هلمند ولایتونه په لنډه او روښانه ډول دا تاسو ته ویلای شم چې د افغانستان د وسله‌وال پوځ ټول منسوبین او په ځانګړې ډول په دغه درې ولایتونو کې چې اوس په لوړو تهدیدونو یا اضطراري حالت کې دي، خپل ټول جګړه‌ییز احضارات لري او ان شاء الله د دښمن نه د دغو سیمو د ساتلو توانمندي د هر لحاظه لرو.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د دې ترڅنګ ځینې سرچینې وايي چې لښکرګاه ښار ته یوشمېر تازه دمي کمانډو ځواکونه رسېدلي، خو زیاتوي چې د دغه ولایت امنیتي وضعیت ته په کتو، بسنه نه کوي.

وسله‌والو طالبانو هم تر اوسه د لښکرګاه ښار د جګړې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده چې بېګاه شپه کابل کې د ملي دفاع وزارت مخته په ولسي جرګې د هلمند د خلکو استازیو او عام ولسونه راټول شوي وو او دغه ولایت ته يې د حکومت د جدي پام غوښتنه کوله.

په ورته مهال نن ورځ هم کابل کې یو‌شمېر هلمندیانو په دغه ولایت کې د روان امنیتي وضعیت په اړه اعتراض کړی وو او له حکومت څخه یې غوښتنه وکړه چې هلمند کې جګړه پای ته ورسوي او د ملکیانو ژوند وژغوري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام